د ايکنا خبري اژانس د راپور له مخې، د روسيې د قرآن کريم ۲۳ پړاؤ نړيوالې سيالۍ به د مني په موسم کې په مسکو کې ترسره شي. اسحاق عبدالهي، چې د حضرت معصومه(س) حرم او جمکران مقدس جومات قاري او مؤذن دی، د قاريانو د لیږد او بلنې کمېټې لخوا دغې نړيوالې سيالۍ ته غوره شوی دی.نوموړي تېر کال د اوقافو او خيريه چارو ادارې د ۴۷ ملي سياليو (د ۱۴۰۳ هـ. لمریز. کال د ليندۍ مياشت/تبريز) د قرائت تحقيق په برخې کې د نارينه وو په کټګورۍ کې پنځم مقام ترلاسه کړ. اسحاق عبدالهي د قرآن کريم ښوونکی دی او د بسيج او سرې میاشتې د ټولنې په ملي سياليو کې ئې لومړی مقام ګټلی دی. همدارنګه، د حضرت بی بی معصومه(س) حرم د استازي په توګه ئې د کربلا جايزې د حفظ او قرائت په درېيمې نړيوالې سيالۍ کې د قرائت تحقيق په برخې کې څلورم مقام خپل کړی دی.يادونه وشوه چې تېر کال د روسيې د قرآن کريم په ۲۲ نړيوالو سياليو کې محمد رسول تکري، د ټول قرآن کريم حافظ، د ايران د استازي په توګه برخه اخيستې وه، خو وړتیاؤ سره سره ئې مقام ترلاسه نه کړ. سږ کال ايران يوازې د قرآن کريم د قرائت په برخې کې استاد دی .د اسحاق عبدالهي د تلاوت ويډيو، چې د اوقافو او خيريه چارو ادارې د ۴۷ ملي سياليو په فاينل کې ترسره شوې، ایکنانیوز ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4301268