ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړی، په کربلا معلی کې د عباسي مقدس آستان د عامه اړیکو د برخې مسؤل علي مامیثه وویل: د حضرت عباس علمدار(ع) د حرم خادمان هره اوونۍ د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو خپل عبادي مراسم ترسره کوي.
هغه زیاته کړه: د روانې اوونۍ د پنجشنبې ورځې مراسم د نبی اکرم (ص) د رحلت او د حضرت امام حسن مجتبي (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت ترسره شول، چې پکې د قرآن کریم د آیتونو قرائت، د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د زیارت قرائت او د «نغمه غرور» سرود شامل وو. وروسته، مداحانو د اشعارو او مرثیې په ویلو سره د رسول اکرم (ص) د رحلت مصیبت، د هغه بزرګوار د شخصیت عظمت او د هغه د خاندان (ع) پر وړاندې شوي ظلمونه یاد کړل.
عباسي مقدس آستان د نبی اعظم (ص) د رحلت د کلیزې د لمانځنې او د هغه بزرګوار د اهل بیت (ع) د یاد، علم، فضیلتونو او ارزښتمن سیرت د ژوندي ساتلو په موخې سره دا عبادي مراسم ترسره کوي.
په دوام کې د دغو معنوي مراسمو انځورونه کتلای شئ:
https://iqna.ir/fa/news/4301143