IQNA

په کربلا معلی کې د قاسم مقدسي په زړه پورې تلاؤت(فیلم)

12:39 - August 25, 2025
د خبر لمبر: 3491592
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوال قاری قاسم مقدمی  د حسینی اربعین په پلي میلیوني لاریونو کې  د اربعین د قرآنی کاروان په چوکاټ کې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم پشمول  په ډیرو موکبونو کې د قرآن کریم د ډیرو آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.

یکنانیوز راپور راکړ، د حسینی اربعین په پلی میلیوني لاریون شپو ورځو کې د امام رضا په نامې سره د اربعین قرآنی کاروان  د څه دپاسه اویاؤ قاریانو او حافظانو په لیږلو سره چې  په  هغو کې  کابو څوارلس د مختلفو ملیّتونو قاریان هم لیدل کیدل  فعالیت درلود.

 په دغه کاروان کې د ایران د اسلامی  جمهوریت یو نړیوال قاری قاسم مقدسي ؤ چې په مختلفو موکبونو کې ئې تلاؤتونه وکړل.

پر هغه سربیره  د حضرت بی بی معصومه او د جمکران مقدس  جومات د مقدسه آستان مؤذن  او قاري محمد حسین فراهاني  هم په دغو موکبونو کې د قرآن کریم د مختلفو آیتونو تلاؤتونه وکړل.

باید ووئيل شي چې د حسینی اربعین قرآنی کاروان  د زمري د میاشتې له اولسمې نیټې تر ۲۴ پورې  له نجفه ترکربلاپورې  د  حسینی اربعین په پلی ملیوني لاریون کې  شتون درلود او  قرآنی محفلونه ئې ترسره کړي دي.

ایکنانیوز  ددغه امام رضائي کاروان  د قاریانو  او حافظانو د تلاؤتونو په باب  د بهشت په لاره کې له قرآن سره انس په نامې سره د راپورونو نهمه او ترټولو وروستۍ برخه برابره کړې چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4301263

captcha