د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د استنبول د هوټلونو مديرانو د تركیې د هوټلونو د مشرانو تنظيم ته په مراجعه كولو سره په انګريزی ترجمې سره په آسانه قرآن كريم ته د لاس رس په هكله د خپلو بهرنيو مسافرو او مشتريانو د غوښتنې خبر وركړ.
د تركیې د هوټلونو تنظيم هم د استنبول د هوټلونو د شمير په اخيستو سره د هغوی غوښتنې چې ١٧زره جلدو ته رسيدې، د استنبول د دينی چارو ادارې ته ارجاع كړې.
د استنبول د دينی چارو ادارې دغه شمير قرآنونه په انګريزی ترجمې سره چاپ كړل او تراوسه د دغو قرآنونو يوه برخه د استنبول هوټلونو ته ډالۍ شوې ده.
د وئيلو ده چې تركیې ته د مسلمانانو د سفرونو په زياتيدو سره د دغه هيواد په هوټلونو كښې اساسی بدلونونه له هغو نه په خوراكونو، څښونكو مشروباتو او په نورو چارو كښې بدلونونه چې د مسافرانو د روحیې سره سمون خوری د ترسره كيدو په حال كښې دی. 1085220