IQNA

حسن نصرالله: اسرائيل نور د جنګ په يوه ډګركې هم دكاميابۍ توان نلری

12:04 - November 24, 2012
د خبر لمبر: 2453321
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصر الله وويل د غزې جنګ وښودله چې اسرائيل نور د ځان په ګټه دجنګ د ختمولو جوګه نه دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار یې نقلوی چې د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصر الله وويل چې كه اسراييل په هره اندازه هم جنګی تجهيزات او سازوسامان ولری، نور په يوه جنګی ډګر كې هم دكاميابيدا وړتيا نه لری.
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی بیګا د تاسوعا په مناسبت د بيروت په جنوب كې په سيدالشهدا كمپليكس په خپلې وينا كې په غزې كې مقاومت دكاميابۍ سترې بريا ته په اشارې سره وويل چې اوس په شفافيت، يقين او بشپړ ډاډ سره ويل كيدلی شی چې وينه يو ځل بيا پر تورې بريالۍ شوه .
سيد حسن نصر الله زياته كړه د مقاومت د مبارازنو په نفس د باور په څير عواملو، پر هغوی د خلكو باور او په دښمن د خپلو شرطونو په تپلو كې د مقاومت قدرت له عملياتو وروسته وار د واره زيات شو خو د هغو كسانو باور او اعتماد چې اسرائيلو ته ئې هيلې درلودې، وار د واره كم شوی دی.
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصر الله روښانه كړه د مقاومت د توغندوی نظام زيرمې د غزې د مساحت كموالی او د هغو په ضد د دښمن له پرله پسې حملو سره سره هیڅ تاوان نه دی ليدلی او هماغه راز لاس نه وهلی پاتې دی خو په دغه جنګ كې د دښمن تيریګر ځواك ډير تاوانونه ليدلی دی .
هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې د غزې د مقاومت بری دښمن ته سخته ماته وركړه ټينګار وكړ دا يوه داسې مهمه بريا وه چې مقاومت وتوانيد خپل شرطونه پر تيریګرو وتپی او د دښمن شرطونوته تسليم نشی

1142513
captcha