د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې ډاكټر احمدی نژاد زياته كړه حضرت امام حسين عليه السلام د عاشورا په ورځ د خداوند متعال د وجود په خورا لوړې ځلا سره نندارې ته وړاندې كړ او هم دا اوس مومنان چې صراط مستقيم او د هدايت لاره ئې پيژندلې ده ، د خدای پاك او امام حسين عليه السلام په لاره كې مجاهدت كوی.
د اسلامی ايران ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې نن سبا بسيج ځواك د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په بشپړ ملاتړونو سره په نړۍ كې د عدالت د پراختيا په باب د آزادۍ، پوهيدا، عدالت غوښتنې او د كلك هوډ لپاره په يوې بيلګې بدل شوی دی روښانه كړه،بسيج په دنيا كې له ځان منامۍ، ظاهری اړوند والو او خنډونو څخه د تيريدا په معنا دی.
1144898