IQNA

د مصر اوقاف قرآن په ۱۰ ژبو کې خپل سایټ کې وړاندی کوی

4:00 - December 21, 2015
د خبر لمبر: 3467533
نړیواله ډله: د مصر اوقاف وزارت نظر کې نیولی، د نړۍ له ټولو زیات تماس لرونکې لسو ژبو ژباړه کې د دې وزارت په رسمی ویب سایټ باندې قرآن وړاندی کوی.

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الوفد» خبرونو ویب پاڼی نه په نقل، د مصر اوقاف وزارت یوه بیانیه کې اعلان کړی: دې وزارت نظر کې نیولی چې د دغه هیواد اسلامی چارو سترې شورا همکاری سره د قرآن کریم ژباړه د نړۍ له ټولو زیات تماس لرونکې ۱۰ ژبو کې په خپل ویبپاڼه باندې وړاندی کړی.
دا قران به په انګلیسې، فرانسوی، جرمنی، اسپانیایی، روسی، چاینی، ساحلی، اندونیزیای، کوریایی او البانیایی ژبو کې خپرېږی او د مصر اوقاف ویبپاڼې باندې به وړاندی کېږی.
د دې بیانیه په اساس د مصر اوقاف وزارت، د قرآن ژباړه په دوه ژبو فرانسوی او چاینی کې تراوسه له وزارتخانې نه خپرې کړی او د هغې له نورو ژباړو سره بیا کتون او خپرولو ته تیارولو کار شروع دی.
دا ژباړه د تیارېدو نه پس د مصر اسلامی چارو او اوقاف ویبپاڼې باندې وړاندې کېږی.
د مصر اوقاف د دې کار هدف د صحیح اسلام سره معرفی او د هغه لوستونکو چې د قرآن په ژبه باندې نه پوهېږی لپاره د قرآن پوهنو نه استفاده کولو لپاره قرآن د هغوی ژبه کې وړاندې کول دی.
ویلې شوی چې له دی نه مخکې د مصر اوقاف وزارت د فرانسوی او چاینی ژبی قرآنی ژباړه خپل د ټولنیزه ویبپاڼې فیسبوک باندې هم وړاندې کړی وی.

http://iqna.ir/fa/News/3467189

captcha