IQNA

د قرآن د کلتوري خونې د سرپرست د پېژندنې مراسم ترسره شول(انځوریز راپور)

15:09 - January 28, 2026
د خبر لمبر: 3492375
ایکنا - د قرآن د  کلتوري خونې یا فرهنګستان  د پخوانیو او نويو مسئولانو د ستاینې او پېژندنې مراسم د تهران ښاروالۍ د کلتوري ـ هنري ادارې  د کلتوري مرستیالۍ د سرپرست او د دغ ادارې  د ریاست د دفتر د عمومي مدیر په شتون سره ، د تېرې دوشنبې ماښام د سلواغې په شپږمه ترسره شول.

 ایکنا د قرآن فرهنګسرای له قوله راپور راکړل شوی، د قرآن فرهنګسرای د سرپرست د پېژندنې مراسم  د سلواغې په شپږمه د سیدمحسن خدام‌حسیني (د قرآن ښوونکی او قاري)، میرمحمد مطهري‌موید (د تهران ښاروالۍ د کلتوري ـ هنري سازمان د کلتوري مرستیالۍ سرپرست)، (د ریاست د دفتر عمومي مدیر) رضا دوستعلي  او د قرآن فرهنګسرای د مسئولانو په ګډون ترسره شول.

په دې مراسمو کې، چې د پیل تلاوت ئې محمد پورعاشوري پر غاړه درلود، رحیم قرباني د قرآن فرهنګسرای د سرپرست په توګه معرفي شو او د حجت‌الاسلام والمسلمین رضا ګمار له خدماتو څخه قدرداني وشوه.

د ایکنا د راپور له مخې، د قرآن د کلتوري خونې د پلازمېنې له تخصصي کلتوري ـ دیني مرکزونو څخه دی چې د قزوین په کوڅه، د آذري درې‌لارې کې موقعیت لري او شاوخوا درې لسیزې وړاندې د ټولنې د بېلابېلو پرګنو ترمنځ د قرآني فرهنګ د پراختیا په موخه جوړ شوی. د دې مرکز موخه دا وه چې قرآن یوازې د نظري زده‌کړو له کچې پورته یوسي او هغه د ژوند په یوه عملي سټایل بدل کړي.

د فعالیتونو په کلونو کې، د قرآن فرهنګسرا د نوښتګرو پروګرامونو او تګلارو د پراختیا له لارې، په تهران کې د قرآني فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه وګرځېد. د ښوونیزو دورو جوړول، تدبري ناستې، د تلاوت محفلونه، جشنوارې، او د بېلابېلو لیکلي او ډیجیټلي کلتوري محتواوو تولید، د دې فرهنګسرای د تاریخي بهیر یوه برخه وه چې د ټولنې د ورځنیو اړتیاوو ته یې ځواب ویلی دی. البته په وروستیو کلونو کې، د بودجې د کمښت په څېر دلایلو له امله، د دې مرکز پخوانۍ پراخې کړنې لږې تر سترګو شوې دي.

د تهران د قرآن فرهنګسرای له پخوانیو مدیرانو څخه محمدرضا پورمعین، علي‌اکبر توپچي، رحیم خاکي، سعید زکي‌لو او حجت‌الاسلام رضا ګمار یادولی شو.

 

 https://iqna.ir/fa/news/4330666

captcha