IQNA

په قاهره کې د انډونیشیا د بریل قرآن ننداره

14:13 - January 26, 2026
د خبر لمبر: 3492362
ایکنا - د قاهرې د کتاب  په نړیوال نندارتون کې د انډونیشیا سټال د ړندو او کم‌بیناوو لپاره ځانګړی بریل قرآن نندارې ته وړاندې کړی دی.

 ایکنانیوز د المصری الیوم په حواله لیکي ، د انډونیشیا غرفې یا سټال د قاهرې د کتاب  د ۲۰۲۶  کال په نړیوال  نندارتون کې، له شلو کلونو وروسته د خپل دوهم ګډون په ترڅ کې بېلابېل علمي او دیني کتابونه نندارې ته کړي  دي.

د انډونیشیا د دیني چارو وزارت یوه مسئول  رفیقي عبدالعزیز، وویل: په دې نندارتون کې بېلابېل علمي کتابونه، د ړندو لپاره ځانګړی د بریل قرآن، او د اشارو د  ژبې مواد نندارې ته کېښودل شوي دي، او دا اثار یوازې د نندارې او پوهاوي لپاره وړاندې شوي دي.

هغه المصری الیوم ته وویل: هغه علمي کتابونه او خطي نسخې چې په دې سټال کې نندارې ته کېښودل شوي دي، د انډونیشیا د پخوانیو علماوو علمي هڅې دي چې په عربي ژبه لیکل شوې دي. همدارنګه، علمي خپرونې او دیني کتابونه د مصر او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د دیني او علمي چارو د مینه‌والو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.

عبدالعزیز زیاته کړه: د قاهرې د کتاب د نړیوال نندارتون د ډېرو ځوانانو، په ځانګړي ډول د زده‌کوونکو، د ګډون شاهد دی، چې دا چاره هغوی هڅوي څو د خپلو سیمو په ټولو برخو کې چاپي کتابونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي او مطالعه پراخه کړي.

هغه همدارنګه وویل: له دې ګډون وروسته، مونږ هڅه کوو چې د نندارتون په راتلونکو مرحلو کې هم شتون ولرو.

د یادونې وړ ده چې د قاهرې د کتاب ۵۷ نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۳مه (د سلواغې په درېیمه) د مصر د  نړیوال نندارتون په مرکز کې پیل شوی او د فرورۍ تر ۳مې (د سلواغې ۱۴مه) پورې به دوام ولري.

«څوک چې د مطالعې یو ساعت پرېږدي، سلګونه کاله وروسته پاتې کېږي» د دې دورې د نندارتون شعار دی، او په دې فرهنګي پېښې کې له ۸۳ هېوادونو څخه ۱۴۵۷ خپرندوي مرکزونه ګډون لري.

https://iqna.ir/fa/news/4330198

captcha