IQNA

په کشمیر کې د افراطي هندوانو له خوا د یوه پادري پر کور هم برید شوی

14:32 - January 27, 2026
د خبر لمبر: 3492366
ایکنا – دهند ترکتنټرول لاندې په کشمیر کې د افراطي هندوانو له خوا د یوه کشیش پر کور برید، د بشري حقوقو د بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.

  ایکنانیوز د greaterkashmir له قوله راپور راکوي، په هندوستان کې د دیني لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی، په ځانګړي ډول د افراطي هندو ډلو له خوا، د نارندرا مودي د حکومت پر مهال چې د اسلام‌ضده دریځ په دلیل په افراطیت او زوړپالنې  پېژندل کېږي، لا زیات شوی او دا چاره د کورنیو او نړیوالو بشري حقونو  اورګانونو جدي اندېښنې راپارولي دي.

د کشمیر د رسنیز مرکز د راپور له مخې، په اودیشا کې یو مسیحي پادري یا کشیش، هغه مهال چې په خپل کور کې ئې د کورنۍ او د ځايي ټولنې د غړو په شتون کې د دعا مراسم ترسره کول، د افراطي هندوانو د یوې ډلې له خوا تر برید لاندې ورغی.

هندي ورځپاڼې  نیو ایندین اکسپرس راپور ورکړی چې بریدګرو د «بجرنګ دل» تنظیم  پورې تړاو درلود. هغوی د کشیش پر کور برید وکړ، هغه ئې وواهه او دې ته ئې اړ کړ چې د «هندوتوا» ایډیالوژۍ اړوند شعارونه ورکړي؛ دا کړنه له پراخو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوې ده. ورځپاڼې زیاته کړې،سره له دې چې قرباني شوو د مرستې غوښتنه کړې وه، پولیسو د بریدګرو پر وړاندې بېړنی اقدام ونه کړ.

د بشري حقوقو کارپوهانو د لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ئې ورکړی چې د دې ډول پېښو دوام د ټولنیز یووالي بنسټونه کمزوري کوي او د قانون د حاکمیت او د اساسي حقوقو د ساتنې په اړه د چارواکو د ژمنتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

له بلې خوا، فعالانو ویلي چې دا بریدونه نه یوازې د دیني باور  ازادي تر پښو لاندې کوي، بلکې د هغه څه له امله چې دوي ئې د «له مجازاتو د خلاصون فضا» بولي، د ټولنیز امنیت او کورني ثبات لپاره هم مستقیم ګواښ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو کمېټې تر دې وړاندې په خپلو راپورونو کې په هند کې د لږکیو د ساتنې لپاره د اغېزمنو قوانینو د تصویب او پلي کولو پر اړتیا ټینګار کړی و، خو د حکومت له‌خوا د دغو سپارښتنو د نه پلي کېدو موضوع، لا هم نړیوالې اندېښنې زیاتوي.

https://iqna.ir/fa/news/4330423

captcha