
ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، د صهیونیستي رژیم لهخوا د فلسطینيو خلکو، په ځانګړي ډول د غزې پر وړاندې، د دوامدارو بشري ضده جنایتونو په یادولو سره، د ملګرو ملتو له عمومي اسمبلې وغوښتل چې د دې نامشروع رژیم غړیتوب دې وځنډوي.
«فرانچسکا آلبانیز» د نړیوالو قوانینو د سرغړونو پر وړاندې د تش په نوم نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه وکړه او له عمومي اسمبلې ئې وغوښتل چې د دې تیریګر او وحشي رژیم د کنټرولولو لپاره له خپلو قانوني وسایلو کار واخلي.
آلبانیز د نړیوال نظم د ړنګېدو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار ئې وکړ: د دې وخت رارسېدلی چې په پریکنده نړیوال اقدام سره په عمومي اسمبلئ کې د صهیونیستي رژیم غړیتوب وځنډول شي او پر هغه هر اړخیز بندیزونه ولګول شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورټرې د نړیوالو پراخو بندیزونو پر اړتیا ټینګار وکړ، په ځانګړي ډول له دغه رژیم سره د وسلو د سوداګرۍ بندیز، څو د نړیوالو قوانینو د سرغړونو پر وړاندې غبرګون وښودل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4329984