IQNA

په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې دي(مقاله)

14:53 - January 25, 2026
د خبر لمبر: 3492358
ایکنا -د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له منځنیو  زده کړو محرومې دي.

یکنانیوز د پارس  ټوډې له قوله راپور راکړی،د ملګروملتو یونیسکو او  یونیسف  دواړو  ادارو  د سلواغې په ۴مه د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له منځنیو او لوړو زده کړو څخه په بشپړ ډول منعه شوې دي.

یونسکو او یونیسف زیاته کړې،چې افغانستان د زده‌کړو له یوه جدي بحران سره مخ دی او ۹۳ سلنه ماشومان د لومړنۍ دورې تر پایته رسېدو وروسته د لوستلو له بنسټیزو مهارتونو بې‌برخې دي.

د دغو دوو بنسټونو د اعلامیې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ترسره شوې یوه څېړنه ښیي، په هغو ښوونځیو کې چې ښوونکي یې د لوړو زده‌کړو لرونکي وي، زده کوونکي یې د زده‌کړو په برخه کې په ځانګړي ډول د ژبې په زده‌کړه کې د پام وړ ښه فعالیت لري.

دغو دواړو بنسټونو زیاته کړې، چې د دې څېړنې موندنې دا هم ښيي چې ښځينه ښوونکې د محتوا له پلوه پیاوړې پوهه لري او د زده‌کوونکو د زده‌کړې له غوره پایلو سره تړاو لري؛ دا چاره د ښوونیز کادر په چوکاټ کې د وړ ښځو د شمېر د زیاتولو اهمیت لا پیاوړی کوي.

په افغانستان کې د یونسکو د دفتر سرپرستې سوهیون کیم ویلي: «کله چې نجونې له زده‌کړو ته له لاسرسي محرومې شي، نو بیه یې یو ملت پرې کوي. د بنسټیزو زده‌کړو پیاوړتیا او د ښځینه ښوونکو ملاتړ د افغانستان د ښه والي او پیاوړتیا لپاره حیاتي پانګونې دي.»

په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاج‌الدین اویوالی ویلي: «افغانستان په جدي توګه ښځینه ښوونکو، نرسانو، د ټولنې د روغتیا کارکوونکو او ښځینه ډاکترانو ته اړتیا لري.»

نوموړي زیاته کړې: «په داسې شرایطو کې چې ښځې یوازې د ښځو له‌خوا تداوي کېدای شي، که نن له زده‌کړو محرومې وي، نو په راتلونکې کې به د ناروغو نجونو او ښځو پالنه څوک کوي؟»

یونسکو او یونیسف ویلي، چې دوی همدارنګه په افغانستان کې د زده کړو د بیا احیا لپاره د یو هر اړخیز چلند ملاتړ کوي؛ داسې چلند چې د ښوونځیو بیا رغونه، د ښوونکو د ظرفیت پیاوړتیا، د بنسټیزو زده‌کړو پراختیا، او د ځوانانو لپاره د مهارتونو د پراختیا ملاتړ پکې شامل دي—په ځانګړي ډول د هغو نجونو او ښځو لپاره چې له رسمي زده‌کړو محرومې شوې دي.

دې بنسټونو د زده کړو په نړیواله ورځ د بېړني او ګډ اقدام او پر زده کړو د پانګونې غوښتنه کړې، تر څو د ټولو لپاره زده‌کړو ته بشپړ، خوندي او ټول‌شموله لاسرسی تضمین شي.

له دې سره، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ملي او نړیوالو بنسټونو د همکارۍ له لارې په افغانستان کې د زده‌کړو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکوي.

دې استازولۍ د سلواغې په ۴مه په یوې خپره کړې اعلامیه ویلي چې باکیفیته او ټول‌شموله زده‌کړو ته د هر ماشوم د لاسرسي د تضمین په موخه خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کوي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ په افغانستان کې د زده‌کړو په برخه کې خپلو مرستو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې له دې جملې څخه یې ۲۵ میلیونه یورو د یونیسف له لارې د دولتي ښوونځیو د خوندي ساتلو او د مناسب ښوونیز چاپېریال د رامنځته کولو لپاره لګولي، چې پکې د ښوونکو ساتنه، د روغتیايي خدمتونو ښه‌والی او د ښوونیزو سیستمونو ساتنه هم شامل دي.

دې استازولۍ زیاته کړې، چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د افغانستان د ښوونځیو د تغذیې پروګرام ته شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د دې استازولۍ په وینا، شپږ میلیونه نوره یورو یې هم په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ته ورکړې، تر څو خوندي، د جنسیت له پلوه برابر او باکیفیته زده‌کړو ته لاسرسی پراخ کړي، چې تمرکز یې له خطر سره مخ ماشومان دي؛ چې په هغو کې له زده‌کړو پاتې ماشومان، نجونې او معلولیت لرونکي ماشومان شامل دي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ همدارنګه څرګنده کړې چې دوی په افغانستان کې یونسکو ته ۴.۷ میلیون یورو ورکړې، ترڅو ۷ زره ۵۰۰ لویانو او ځوانانو ته د سواد او مسلکي مهارتونو روزنه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ټول افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو محرومې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دې بندیز له ۲.۲ میلیونه څخه ډېرې ځوانې نجونې یوازې له منځنیو زده کړو څخه محرومې کړې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169950-

captcha