IQNA

د سوریي له یو ژباړونکې لخوا

د فردوسي شاهنامه به عربۍ ته ژباړه شي

23:24 - June 29, 2020
د خبر لمبر: 3483323
تهران (ایکنا) - د سوریي یو ژباړونکې د فردوسي شاهنامې عربي ژبې ته ژباړه کولو خبر ورکړ او د کلتوري کتابونو په چاپ کښې له ایران څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د فارسي عرفاني ادبي سرچینو عربۍ ته ژباړه کونکی علي زلیخه، په سوریه کښې د ایران د کلتوري ادارې له مشر ابوالفضل صالحي نیا سره کتنه او خبرې اترې وکړې دي.
زلیخه په دې کتنه کښې د ایران د مشهور عارف او شاعر فرید الدین عطار د منطق الطیر عربي ژباړه، چې د چاپ اجازت یې د سوريې له وزارت څخه اخیستلۍ دی د ایران کلتوري ادارې ته ډالۍ کړ او د دې اثر د چاپ او انتشار لپاره یې د مرستې غوښتنه وکړه.
د سوریي دې ژباړونکې زیاته کړه: د مولوي د معنوي مثنوي عربي ژباړه چې په نثر او په شپږو جلدونو کښې ده، په ۲۰۱۷ کال کښې، او د فرید الدین عطار نیشاپوري د منطق الطیر عربي ژباړه یې د نظم په ډول په ۲۰۱۹ کال کښې د دار نینوی غیر دولتي انتشاراتو په مرسته په دمشق کښې منتشر کړې دي.
دوي همداشان، په عربي ژبه د شاهنامه د ژباړې خبر ورکړ او وې ویل: هیله لرم چې د پنځه کالو په موده کښې به د شاهنامې ژباړه ترسره کړم او د شاهنامې ارزښت لرونکي او عالي معاني او مفاهیم په انتقال ورکولو کښې بریالۍ شم.
3907359

captcha