IQNA

طالبان له افغانستانه په بهرکې د اوسیدونکوافغانانو له توانمنیواستفاده کوي

16:29 - March 06, 2022
د خبر لمبر: 3485499
تهران(ایکنا) -په افغانستان کې د طالبانو ډلې قدرت ته په رسیدا پسې ، امریکا د دغه هیواد ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل کړي  او اوس ئې د نغرلو هڅه کوي ، چې  دغې چارې  د افغانانوپر مالی او اقتصادي حالاتو ئې ډيرې منفي او کرغیړنې  اغیزې شیندلي دي . 

 

ایکناخبري آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت  دخارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي نن په کابل کې له یوشمیر افغان تاجرانو او اقتصادي کارپيژاندو سره په کتنې کې  ووئیل ،  دغه حکومت هڅه کوي ، چې  له هیواده په بهر کې  ددیره افغانانو له توانمنیو څخه د افغانستان د پرمختګ او  دحالاتو د ښه کیدا لپاره استفاده وکړي .

په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ، لورو په دغې ناستې کې  د افغانستان د اقتصادي  او سیاسی وضعیّت ، دزده کړې د بهیر ،  په بهر کې ددیره افغانانو  له توانمنیو څخه د لازمې استفادې  او دغه راز په نوي حکومت کې د مثبتو بدلونونو د اهمیّت او دهغو دساتنې په باب د نظر تبادله وکړه .

له امیر خان متقي سره  په کتنې کې ګډون کونکو  هم وئیلي دي ،د طالبانو له حکومت سره د ملګرتیا لپاره  تیار دي .

په افغانستان کې د طالبانو ډلې قدرت ته په رسیدا پسې ، امریکا د دغه هیواد ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل کړي  او اوس ئې د نغرلو هڅه کوي ، چې  دغې چارې  د افغانانوپر مالی او اقتصادي حالاتو ئې ډيرې منفي او کرغیړنې  اغیزې شیندلي دي . 

د افغانستان تاجران او سیاسی کارپوهان په دې اند دي چې  د امریکا دغه اقدام یو ډول غلا ده  چې  دافغانستان  اقتصاد ته ئې ډير تاوان رسولی دی .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/12/15/2677341/

captcha