ایکنانیوز د تفسیر نټ له قوله راپور راکړ،یهودي ژباړې ، د قرآن د ترجمې په زمینې کې یوه مهمه موضوع حسابیږي چې دا چاره په اروپا کې د یهودیانو د ځانګړي ځائيګي په دلیل او د مینځنیو پيړیو په بحثونو او د مذهبی اصطلاحاتو په باب د رنسانس په بحثونو کې او دغه راز داسلامی تمدن په باب دتوپيري دریځ په دلیل ده.
دا مقاله د قرآن کریم بوې پخوانۍ یهودي ترجمې ته ورګرځي. دغه ژباړه ، د؛یاکوب بن سیرائيل هالیوي ؛ د اثر ترجمه ده چې له ایټالیائي څخه په عبری ژبه ترجمه شوې ده . دا رابرټ کیتون بیا په لاتینې ژبې ژباړلې ده چې دغه ترجمه د اروپا د ماډرنو ژباړو د تاریخ په یوې برخې بدلوي..د کیتون ترجمه په شپاړسمې اواولسمې پيړیو کې د اسلام په باب د یولړ جنجالي او اصلاح غوښتونکو مجادلو په اوج کې پیل شوې او هڅه ئې کړې په هغه پړاؤ کې د قرآڼ جنجالي ترجمې وارزوي.
هغه څه چې په دغې مقالې کې ډير اهمیّت لري، د یهودي مکاتبو په زمینې کې د قرآن د ترجمې لومړنیو مرحلو ته توجه ده چې د قرآڼي کلاسیکو څيړنو باندې به مهمې اغیزې وشیندي.
سره له دې چې د خلیفه ګانو په زمانې کې غیر مسلمانان، د قرآڼ له درلودلو،د یادونې، او یا خداي مه کړه ، ددغه آسماني کتاب باندې له نیوکو منع کوو، خو یهودیانو قرآن کریم ښه پیژند او له دې امله د قرآن له نزول وخت راهسې له دغه آسماني کتاب سره آشنا وو. په مختلفو طریقو سره د نسلونو په اوږدو کې قرآن کریم ته د یهودي متفکرانو او روڼ اندو توجه وښودل شوه ؛ نو ځکه عجیبه خبره نه وه چې د یوه نوي توحیدي دین مقدس کتاب د توحیدي دینونو د پيروکارو توجه جلب کړي په تیره بیا دا چې یهودیانو د اسلامی حکومت ترملاتړ لاندې ژوند کاوه.
د غیر مسلمانانو لپاره دغه ممنوعیّتونه، د قرآڼ په باب له څيړنو او له دې سره له بلدتیا سره اړونده وو چې مسلمانو حاکمانو د غیر مسلمانانو په وړاندې اعمالول او داسې ښکاریده دغه ا صول په هغو شرائطو کې چې د مسلمانانو دوهم خلیفه حضرت عمر د خپل حکومت په پړاؤ کې وضع کړي وو، رامینځة شوي او ډیری متنونه د حضرت عمر په پړاؤ کې راغلي دي چې د یهودیانو او مسیحیانو لپاره د قرآن یادول ممنوع دي؛ سره له دې چې یهودیان په هغه وخت کې له عربی ژبې او قرآڼ سره بلد وو او د اسلامی او عربی ادبیاتو او کلتور کې ئې ډیره پوهه او تجروبهدرلوده.
یهودیانو په هغه مهال کې د قرآن آیتونه یا ئې دځينو برخو ترجمه کوله او داسې کسان وو چې په پټه ئې یا حتی په مستقیم ډول ئې دغه کارونه کول؛ لکه څنګه چې د یهودو په ډيرو لیکنو کې موجود دي . داپه داسې حال کې دي چې ډیری یهودي لیکوالانو قرآن په کلي بڼه او د قرآن آیتونو ته له واضحې اشارې پرته،په عبری ژبې ترجمه کوله.
له یهودي کتابونو څخه چې په راتلونکي کې ئې په عبري ژبه ترجمه شوي قرآنی اقتباساتو څخه ډيره اندازه لیدل کیږي، د ؛ثروت نیک یا ښې شتمنې؛ نومې کتاب دی چې د یوه یهودي فلسفي شمعون بن تسمیح داثر یو جنجالي کتاب دی.
په ځينو وختونو کې یهودیانو له قرآڼ، حدیثو،د عربو له ادبیاتو ،او یا د خپلو عربو ګاونډیانو څخه ځيني عبارتونه په غیر مستقیم ډول ترلاسه کول، البته داسې ښکاریده چې دغه ترلاسه شوي عبارتونه ډير مشهور نه ؤو او همداراز دوي ددغوعبارتونو سرچینې یعني قرآن ته اشاره نه کوله، ځکه ددوي هدف پخپله دغه عبارتونه وو چې په کتابت یا د مسلمانانو یا د عرب ژبو یهودیانو او مسیحیّت په ګفتار کې شایع شوي وو.
دا موضوع یوازې هغه پړاؤ سره اړونده نه وه،بلکې په نوي زمانې کې ئې هم شتون درلود،د «الأَمْر بالمَعرُوفِ والنَّهْي عَنِ المُنْكَرِ»عبارت په شان چې سرچینه ئې قرآن دی( د آل عمران سوره ـ۱۱۰)؛ همداراز یو بل عبارت چې د مونږ د هرې ورځې په ژوند کې خور دی ، په دغو عبارتونو کې د فاتحې سورې کې ؛ باسمِ الله و الحمدُالله ؛ او د اَعُوذُبِاالله ؛ عبارت او دغه راز د الّرحمن سورې (۲۶آیت) کې کُلٌ مَن علیها فان؛ آیت شریف کې هم شته .
په حدیثونو کې هم ځيني عبارتونه شته دي چې په عربو او غیر عربو کې لاس په لاس کیږي لکه[(إنّما الأعمالُ بالنيّاتِ)] په شان .
په عبری ژبه په مختلفو حجمو کې د قرآن پنځه خطي نسخې شته دي چې په هغو کې ؛
1 دواتیکان خطي نسخه ؛ چې کامله نه ده او د هغو د کرښو په مینځ کې په لاتیني ژبه ئې مختصره ترجمه شوې ده.
2 په جرمني کې د هاله خطی نسخه ؛ ګواکې ددغې نسخې اصل له کریمه ټاپو وزمې اوشاید له قرائيانو سره اړونده ده.
3 د بودلیانا خطي نسخه ؛ چې د قرآن کریم کامله نسخه ده او د هغې په حاشیې کې د قرآن دآیتونو د مضمون په باب په عبري ژبه لنډ توضیحات لیکل شوي دي.
4 په کمبریج کې د جنیزا د دوو صفحو نسخه ؛ چې د فاتحې سوره او د بقرې سورې لومړنی لس آیتونه ئې په عبري حروفو سره دي.
5 د روسیې ملی کتابتون خطي نسخه ؛ چې دوې صفحې دی او په هغو کې د تکویر،انفطار ،ضحی، قدر ،نصر سورې او همدرااز د کهف سورې ۱۰۹ آیت او د انبیاء سورې اول، او دوهم آیتونه ئې لیکل شوي دي .ګواکې دغه نسخه له ۱۳ یا ۱۴ میلادي پیړئ سره اړونده ده.
هماغه شان چې مخکې ورته اشاره وشوه،یهودیانو د قرآن کریم له ځينو آیتونو څخه و دځينو آیتونو له ځینو برخو څخه اقتباس کاوه او دا ئې په عبري حروفو سره نسخې ورڅخه برابرولې . البته د قرآن له ترجمو سره اړونده تحقیقات د لومړنیو پیړیو د هغو یهودیانو په باب چې قرآن ئې له عربی ژبې ترجمه کولو، څه معلومات نه راکوي
په عبری ژبې دقرآڼ لومړنۍ ترجمه چې په مستقیما یوې عربی سرچینې څخه ترسره شوې ده،د هرمن رکندورف(لایپزیک -۱۸۵۷) ترجمه ده. له دې مخکې دعبری دوې ترجمې شوي دي ، چې له اروپائي ژبو ژباړل شوي وې او داسې ښکاریدله چې لههغوي یوه د قرآن ایټالیائي ترجمې څخه چې د لاتینې ترجمې په اساس وه ، او بله ترجمه هم هالینډي وه چې د فرانسیسۍ ترجمې پّاساس ترسره شوې وه.
پر دې اساس مونږ د ترجمې له دوو لارو سره مخ یوو ،؛
الف؛، قرآن په عربی ژبه )* په لاتینې ژبه * په ایټالیائي ژبه * په عبري ژبه ترجمه شوی دی؛
(ب) په عربی ژبه قرآن * په فرانسیسۍ ژبه * په هالینډۍ ژبه* په عبري ژبه ترجمه شوی دی:::
ددغې مقالې په دوهمې برخې کې به د یاکوب بن یسرائيل په وسیله د عبري ژباړې د ترجمه ارزونه وکړو.
https://iqna.ir/fa/news/4250422