IQNA

د قرآن په نړیوال نندارتون کې څه ترسره شول؟

په هندي ژبې د قرآن کریم د ترجمې مخ کتنه

10:09 - March 12, 2025
د خبر لمبر: 3490785
ایکنا – په هندي ژبې د قرآن ترجمه او په انګریزي ژبې د ؛امریکا او اروپا  ځوانانو د رهبرۍ د ستر مقام له لیک سره په تناسب کې د ټاکلو قرآني آیتونه ؛نومې کتاب ترجمه د قرآن کریم د نړیوال نندارتون په دوه دیرشم پړاؤ کې  په نړیوالې څانګې کې افتتاح  شوه.

ایکنانیوز راپور راکړی، د کب د میاشتې په شلمه یعني د دوشنبې په ماښام  د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ نړیواله څانګه  د هغو دوو قرآني آثارو  د مخ کتنې شاهده وه چې د وحي د ترجمان د موسیسې عمومی مدیر  حجةالاسلام محمد نقدي ، د کوثر تفسیر لیکوال حجةالاسلام یعقوب جعفري  ، او په تیونس  او سنګال کې  د ایران د اسلامی جمهوریت پخوانۍ کلتوري سلایار  او قرآن څيړاند  سید حسن عصمتي  په شتون اوویناؤ  سره ترسره شو.

عصمتي  ددغې ناستې د منشی په توګه  په خپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې د ایران داسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارتباطاتو  اداره په نړیوال ډګر کې د قرآن ځائيګي ته  خاص اهتمام کوي، د اسلامی نړۍ د قرآنی پارلیمان جوړیدا  ئې ددغې چارې یوه بیلګه  بللې او وئيلي ئې  دي ،  په نړیوال ډګر کې د قرآني ډګر فعالانو پيژندګلوي او غونډيدا  ددغه قرآنی مجلس  یوه اصلي موخه ده او هیله  مند یوو چې په دې زمینې کې د ملګرتیا او حوصله افزائۍ  د زیاتیدا  شاهدان ووسو.

هغه  په نورو ژبو د مقدسو کتابونو په تیره بیا د قرآن کریم ترجمې  اهمیّت ته په اشارې سره روښانه کړې ده ؛ یوه هغه مهمه حوزه چې  انسان ئې تل پخپل ژوند کې  حس کړې ، د ترجمې حوزه ده . اوس چې انسان  د ډيجیټل په حوزې کې فعال دی، او په نزدې راتلونکي کې  مصنوعي ذهانت هم په جدي بڼه د  ورځې ژوند ته واردیږي،  د مقدسو کتابونو ژباړل لا زیات اهمیّت پیدا کوي.

 تراوسه پورې قرآن کریم  په جزئي  او یا کامله بڼه  په ۱۴۸ ژبو ژباړل شوی دی.کابو پنځه سوه  ترجمې یوازې په اردو ژبې  کې موجودې دي.

 مونږ په دغې موسیسې  کې  قرآن کریم په شپاړسو ژبو ترجمه کړی دی،یوازې په انګریزي ،اسپانیائي ، چیني اوهندي څلورو ژبو  په نړۍ کې  څو میلیارډ  کسان خبرې کوي.

د امریکا او اروپا ځوانانو ته د رهبرۍ د ستر مقام له لیک سره په تناسب کې  منتخب  قرآني آیتونه نومې کتاب مؤلف او ددغې ناستې یوه وینا ووال حجةالاسلام جعفري  پخپلې وینا کې ووئيل،  دغه کتاب یو انتخاب دی ، له قرآني ايتونو څځه  د هغو خاصو عنوانونو  سره د یوې موضوع په بڼه چې  په هغه اشراف او مسلط کیدا سره چې  اجمالا  پر قرآني  آیتونو باندې مو درلوده ،ومو ټاکله  په دغې ټولګې کې مو  شامله ده . دغه ټولګه  هغو  اروپائي او امریکائي ځوانانو  اړتیاؤ ته  په ځواب کې  چې غوښتل ئې ، د اسلام په باب مطالعه وکړي  تالیف شوی دی.

حجةالامسل جعفري روښانه کړه  د اسلامی انقلاب ستر لارښود  اروپائي ځوانانو ته پخپل لیک کې  دوي  ئې له اسلام سره د لازیاتې بلدتیا لپاره  قرآن کریم ته مراجعه کولو ته وبلل.

ددغې ناستې په پاي کې  د ایران داسلامی جمهوریت دکلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې د مشر محمد مهدي ایماني پور  په شتون سره  د دوو کتابونو  د مخ کتنې دستورې ترسره شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4271072

captcha