د ایکنانیوز د راپور له مخې،روهنګيائي اوسیدونکي يوه قومي ـ ژبنی هندي او آريائي ډله ده چې زیات شمېر ئې مسلمانان دي او د ميانمار په لوېدیځ کې په راخين صوبې کې ژوند کوي. اټکل کیږي چې په ۲۰۱۷ کال کې د نسل وژنې له امله څه د ۷۴۰،۰۰۰ کسان يې بنگله دېش ته وتښتیدل، ۱،۴ ميلين روهنګيائي خلکو په ميانمار کې ژوند کاوه.
له ۱۹۸۹ کال څخه مخکې، دا صوبه د آراکان په نوم پېژندل کیدله،د سیمې تاريخي نوم چې د بنگال خلیج د شمال ختيځ د سواحلو په اوږدو کې او نننی بنگله دېش هم پکې شامل دی هغه پوځي شورا چې د ۱۹۸۸ کال کې واک ته ورسیده، چې د خپل مسلمان اکثریت لرونکي ګاونډي هېواد څخه د ميانمار د جلا کولو په هڅو کې د يوې برخې په توګه،د دې صوبې نامه بدله کړه او په قصدي ډول ئې د یوې قومي ډلې نوم غوره کړ چې ډېر ئې بودايانا دي، يعنې راخين. دا د قوم پالنې وطن جوړولو د يوې پروژې برخه وه او د ميانمار په تاريخ او ټولنې کې د روهنګيا قوم له مینځه وړلو د اوږد مهاله هڅو يو بل ګام و.
د قرآن ژباړه،د روهنګيايي ژبې د احياء لپاره یوه لاره
د شفاهي ژباړې پر بنسټ، اوس مهال په حنیفي خط یو ه کتني نسخه تولیديږي چې تر اوسه پورې ئې لومړنيو پنځو سورو ته پوښښ ورکړی دی. د ژباړې ټيم اشاره کړې چې ددې پروژې په پلي کولو کې ئې ډېرې زیاتې ننګونې لیدلي چې لومړنۍ يې پر روهنګيايي ژبې د ظلم تاريخ دی. هغوی ليکلي دي:که څه هم د ليکلو سيستم په ۱۹۷۰ لسیزې وروستیو کې بشپړ شوی ؤ، خو د هغې شهرت د دې ژبې ويونکو د سيستماتيک نسل وژنې له امله ودرید.
په دې ژبې د قرآن ژباړې موخه شايد په روهینګیائي ژبې د یوه دغه شان متن ترجمه کولو لپاره لومړنئ هڅه وه .
د روهنګيا په څير په مسلمان اکثریت سره د په څنډې کې اوسیدونکو ټولنو کې،د ژبني پروژو، دکلتور د ستالو د کمپاینونو او د اسلام د روزنې او د تبلیغ لپاره د هڅې ترمینځ د یوه ګډ سوله ایز ژوند درامینځةکولو پوټینشل شته .
د روهنیګای قرآن پروژه ددغو موردونو یوه ترټولو نوي نمونه ده،خو په هغه حرفه وي چارې او دقت په دلیل چې ددې په ترسره کولو کې کارول شوی،مطمئنا د هغو یوه ترټولو اوڅاره دلیل دی.
https://iqna.ir/fa/news/4299046