
د قرآن کریم او روایتونو له نظره، استغفار د انسان په معنوي او مادي ژوند کې ډير رول او اغیزې لري؛ استغفارد ګناهانو پر پاکونې سربیره، شیطان هم له انسانه لیرې ساتي ، زړه ته جلا بخښي، په زړه کې د علم رڼا ځلوي، غم او خپګان ختموي، روزي زیاتوي او په یوې جملې کې ،د هرډول معنوي او مادي آفتونو مخنیوی کوي.
پر دنیوي ژوند د معنویاتو په اغیزو باندې اعتقاد ، هیڅکله هم د مادی اسبابو د رول د کمزوري کولو په معنا نه دی ، بلکې مقصود دا دی چې د مادي عناصرو ترڅنګ د استغفار په څير معنوي عوامل هم اغیزې شیندي. د مثال لپاره ؛ حضرت صالح پیغمبر(ع)خپل قوم ته ووئيل؛ چې ولې استغفار نه کوي، څو پر تاسو رحمتونه ووریږي؟(نمل سوره- ۴۶آیت) یا حضرت هود پیغمبر د استغفار یو اثر، له دنیا او متاعاً حَسَنا؛ یعنی له روحي آرامښت سره یوځاي په زړه پورې ژوند بیانوي.
استغفار په هریوه فرصت کې په تیره بیا پر برکتنانو شیبو کې له ځانه سره مخصوصې اغیزې لري. ددې مسئلې دلیل دا دی چې د انسان د عملونو او د هغه د ژوند د پيښو ترمینځ یو تکویني ارتباط ټينګ دی. پنځون د الهي ارادې په اساس ، دانسان د هر یوه عمل په تناسب سره ، یو عکس العمل بریښوي، او د هغه عمل ورآخوا دعمل خاون ته په همدغې دنیا کې یو لړ نتیجې او آثار ورپه برخه کیږي.
پر دې اساس ، ځيني ذکرونه او عملونه ، د انسان په ژوند کې د ډيرو معنوي او مادي برکتونو ،خیرښیګڼې لامل کیږي او ځيني ګفتار او کردار او کړچار د بلاګانو او ګرفتاریانو د ختمیدا سبب کیږي ، البته قرآن کریم ، انسانان له برلاسه افق څخه فکر کولو ته او له دغو رابطو ورآخوا ځائيګي ته دعوتوي څو د خیر او برکت په کارونو د منګولو په ښخولو او د شر او بدو عملونو په پریښودلو سره ، ددنیا او آخرت نیکمرغۍ ته ورسیږي.