IQNA

په قرآن کریم کې استغفار / 5

پر دنیوي ژوند د استغفار د اغېز څرنګوالی

14:35 - December 21, 2025
د خبر لمبر: 3492191
ایکنا - پر دې باور لرل چې معنویات پر ژوند اغېز لري، هېڅکله د مادي اسبابو د رول د کمزوري کولو معنا نه لري؛ بلکې موخه دا ده چې د مادي عناصرو تر څنګ، د استغفار په څير  معنوي اغېزشیندونکي عوامل هم شته.

ستغفار د دنیوي او اخروي ژوند په کچه ډيرې پایلې لري؛ د استغفار معنوي اغېزې نږدې روښانه دي، خو پر دنیوي ژوند ئې اغېز تشریح ته اړتیا لري. د انسان کړنې په ټول  کې په درې ډوله اغېز کولی شي:یعنی په  مستقیم، غیرمستقیم او غیبي ډول.

په اسلامي نړۍلید کې، ټولې ښکارندې  خپل خالق ته ورګرځي (آل عمران: ۱۰۹؛ فاطر: ۱۸) او د هغه په اراده او د «اسبابو» په واسطه  ښکارندې رامینځته کېږي. دا اسباب یوازې طبیعي عوامل نه دي، بلکې داسې معنوي عوامل هم شته چې د بشري مشاهدې او پوهې له دایرې بهر دي او یوازې د وحیاني ښوونو له لارې  د کشف وړ دي.

د قرآن د آیتونو له مخې، د انسان د کړنو او د تکویني نظام ترمینځ ځانګړې اړیکه شته؛ داسې چې که بشري ټولنه په عقیده او عمل کې د خپلې فطري غوښتې له مخې چلند وکړي، د برکتونو دروازې پرې پرانیستل کېږي، او که فساد وکړي، نو هماغه به ئې د تباهۍ لوري ته بوځي (د روم سوره : ۴۱؛ اعراف سوره : ۹۶؛ رعد سوره : ۱۱؛ او د  شوری سوره : ۳۰). د دې اړیکو یوه لویه برخه د درک وړ ده، خو یوه برخه ئې د بشري پوهې له حده بهر ده.

په حدیث قدسي کې،خدای تعالی په خپل عزت او جلال قسم خوري: لا یؤثِرُ عَبدٌ هَوای على هوى نَفسِهِ إلاّ أثبَتُّ أجَلَهُ عِندَ بَصَرِهِ و ضَمَّنتُ السَّماءَ و الأرضَ رِزقَهُ و كُنتُ لَهُ مِن وَراءِ تِجارَةِ كُلِّ تاجِرٍ؛

«هیڅ بنده داسې نه وي چې زما غوښتنه د خپل نفس پر غوښتنه غوره کړي،مګر دا چې بې‌نیازي ئې په زړه کې ټینګوم، آخرت ئې فکر او یاد ګرځوم، اسمانونه او ځمکه یې د روزۍ ضامن ګرځوم، او د هر سوداګر په معامله کې د هغه ملاتړی کېږم.»

دا وروستۍ جمله ښئي چې سوداګري بې‌نظامه نه ده، بلکې پر بازار داسې یو نظام حاکم دی چې که خدای وغواړي، هغه به د هماغه سوداګر په ګټه واوړي.

له همدې امله، د «استغفار» اغېز پر اقتصادي وده (نوح: ۱۰–۱۲) له دوو اړخونو دی؛ لومړی دا چې رښتینی استغفار یوازې ژبنی بخښنه غوښتل نه دي، بلکې د اخلاقي او عملي ککړتیاوو څخه د خلاصون عملي غوښتنه ده؛ نو د استغفار د اقتصادي اغېزو یوه برخه د انسان د چلند د اصلاح له امله ده چې د پېرېدونکو د جلب سبب ګرځي. خو دیني متنونه ښئي چې د استغفار غیبي اغېز تر دې ډېر ژور دی.

https://iqna.ir/en/news/3495259

captcha