
د ايکنا د قم له راپور سره سم، د رجب ۲۷مه په ۱۳۸۹ لمريز کال (۲۰۱۰ ميلادي) کې په عراق کې د حضرت امام حسين (ع) د عتبې له خوا د قرآن کريم د نړيوالې ورځې په توګه ونومول شوه.
د قرآن نړيواله ورځ، د اسلامي نړۍ له مهمو قرآني فعاليتونو څخه ده چې هر کال د رجب د مياشتې په اووه ويشتمه لمانځل کېږي او د مسلمانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه په همدې ورځ د حضرت رسول اکرم (ص) بعثت او د قرآن کريم د لومړنيو آيتونو نزول شوی او د بشريت په تاريخ کې يو نوی بهير پيل شو.
په ۲۰۲۴ ميلادي کال (د ۱۴۰۲ لمريز کال د مرغومي ۱۱مه) کې دا وړانديز د عراق حکومت ته وسپارل شو او د عراق لومړي وزير دا ورځ په رسميت وپېژندله او د ملي ورځې په توګه ئې ثبت کړه.
د دې مبارکې ورځې په مناسبت، د قرآن کريم د نړيوالې ورځې دويمه غونډه د حسيني عتبې د دفتر په کوربتوب او د قرآن کريم د نړيوال مرکز او «الدليل» مؤسسې په ملګرتیاسره ، د ايران او عراق د يو شمېر قاريانو، حافظانو او مرتلانو په ګډون، پرون يکشنبه د مرغومي په ۲۱ ، هممهاله د رجب له ۲۷ په مناسبت ، د حضرت معصومه (س) په ودانۍ کې ترسره شوه.
دا مراسم د قرآن کريم د نړيوال قاري کريم منصوري په زړهراښکونکې او روحبخښونکې تلاوت سره پيل شول، داسې چې د تالار فضا د قرآن په خوږ بوئ سره معطره شوه او د دې نوراني محفل ګډونوالو ته ئې آرامښت ، سکون او تاندوالی ډالۍ کړ.

د قرآن نړيوالې ورځې د دويمې غونډې نومول د عبدالباسط په نوم
کله چې د قرآن خبره کېږي، د ستر استاد عبدالباسط عبدالصمد نوم د انسان په ذهن کې راژوندی کېږي. دا غونډه د استاد عبدالباسط د ياد او خاطرو په درناوي او د هغه روح ته د فاتحې په لوستلو سره، د دې خوږغږي قاري پر وړاندې خپل حق ادا کړ او په همدې ډول د قرآن د دويمې نړيوالې غونډې نامه د عبدالباسط په نوم ونومول شوه.
د استاد عبدالباسط د ژوندليک او قرآني فعاليتونو د تفصيلي کليپ له خپرېدو وروسته، د حسيني عتبې د عمومي امين مرستيال سيدمحمد بحرالعلوم په عربي ژبه وينا وکړه.
ورپسې، د قرآن کريم نړيوال قاري مهدي دغاغله مداحي وکړه. د غونډې په بلې برخې کې، د حسيني مقدس آستان د دارالقرآن الکريم مدير حسن المنصوري په عربي ژبه وينا وکړه.
له نوې استعمار څخه د خلاصون لاره د قرآن له لارې د انساني علومو بدلون دی

د دې معنوي غونډې په دوام کې، د قرآن مفسر او د المصطفی نړيوالې پوهنتون بشپړ استاد، حجتالاسلام والمسلمين رضايياصفهاني، د رجب د مياشتې د مبارکو اخترونو او د قرآن د نړيوالې ورځې مبارکي وويله او وې ويل: که له قرآن کريم څخه وپوښتو چې ولې نړيوال دی، نو په بېلابېلو سورتونو کې د «وَإِنَّهُ ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ» (انعام سوره، ۹۰ آيت) په آيت سره ځواب راکوي، يعنې قرآن د ټولو نړيوالو لپاره ذکر دی.
د قرآن د نړيوالوالي نقلي او عقلي دلايل
هغه د قرآن د نړيوالوالي نقلي دلايلو ته په اشارې سره وويل: په رواياتو کې پر دې ټينګار شوی دی؛ د حضرت امام رضا (ع) په يو حديث کې راغلي چې قرآن د يو ځانګړي زمان او زمانې لپاره محدود نه دی، له همدې امله هر څومره چې لوستل کېږي، انسان ترې نه ستړي کېږي، او د قرآن راز د هغه په تل پاتیکیدو کې نغښتی دی. نو قرآن يوازې د يوې ډلې لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ د خلکو لپاره دی.
رضائياصفهاني زياته کړه چې د نقلي دلايلو تر څنګ، د قرآن د نړيوالوالي لپاره عقلي دليل هم شته، او وې ويل: عقلي دليل دا دی چې که قرآن وروستی آسماني کتاب وي ـ چې همدا دی ـ او د نړۍ د ټولو انسانانو د هرې زمانې او هر ځای لپاره د هدايت اړتیا موجوده وي، نو پایله دا ده چې قرآن بايد د ټولو خلکو لپاره د لاسرسي وړ وي.
https://qom.iqna.ir/fa/news/4328047