
ایکنانیوز«رصیف» له قوله راپور راکړ، د تورات او انجیل عربي ژباړې هڅې په بېلابېلو تاریخي دورو کې ډېرې او پخوانۍ دي. تر ټولو پخوانۍ ژباړه د اسپانیا د سویل ستر پادري پورې اړه لري چې د ۷۱۷ او ۷۵۰ میلادي کلونو ترمنځ ترسره شوې ده.
د مقدس کتاب عربي ژباړه په اصل کې هغه مهال پیل شوې چې عمرو بن سعد په ۶۳۹ میلادي کال کې له یوحنا، د سریاني ارتدوکس پادري څخه وغوښتل چې دا کتاب په عربي ژبه وژباړي. له دې وروسته ګڼې ژباړې وشوې، خو ډېرې ئې نیمګړې او دقیقې نه وې. د بېلګې په توګه، هغه یسوعي ژباړه چې د لبنان یسوعي پادرانو په ۱۸۸۰ کال کې کړې، یوازې د یوې پېړۍ لپاره د کاتولیک کلیسا له لورې وکارول شوه.
په ۱۸۶۵ میلادي کال کې په بیروت کې، پطرس البستاني او کرنیلیوس واندایک مقدس کتاب وژباړه چې وروسته د «بیروتي ژباړې» په نوم مشهوره شوه.

دا ژباړه په بشپړه توګه مسیحي رنګ لري، ځکه چې پکې د هغو شخصیتونو نومونه ساتل شوي چې له عبري او یوناني ژبو څخه اخیستل شوي دي. همدارنګه پکې د کیسېویلو هغه طریقه کارول شوې چې د مقدس کتاب په ماهیت کې تر ټولو مهمه ځانګړنه ده. له همدې امله، که مونږ د قرآن یو آیت او د انجیل یوه برخه ولولو، حتی که یې په یاد هم ونه لرو، په آسانۍ سره یې توپیر پېژندلی شو.
ډېری څېړونکي باور لري چې له یوولسمې میلادي پېړۍ وروسته د مسیحیت او اسلام ترمنځ تعصب او جلاوالی د دې لامل شو چې یوه ځانګړې مسیحي عربي ژبه رامینځته شي چې له اسلامي عربي ژبې سره توپیر لري او دا ژبه بېشکه د مقدس کتاب او ان مذهبي سرودونو انعکاس کوونکې ده.

په ۱۹۷۳ میلادي کال کې د «نړیوال مقدس کتاب خپرندویې» د «د ژوند کتاب» په عنوان سره یوه نوې نسخه خپره کړه چې پکې ساده او دقیق عربي ژبه کارول شوې وه. دغې ژباړې د واندایک له لفظي ژباړې څخه بشپړه پیروي نه کوله، خو بیا ئې هم مسیحي ځانګړنې ساتلې وې.
وروسته له دې، په بیروت کې د «عربي ګډې ژباړې» په نوم یوه نوې ژباړه د مقدس کتاب ټولنو تر څارنې لاندې د مسیحیت د درو فرقو (کاتولیک، ارتدوکس او انجیلي) د روحانیونو له خوا ترسره شوه. د دې ژباړې په سریزه کې راغلي دي:
«دا ژباړه د مقدس کتاب لومړنۍ عربي ژباړه ده چې د کاتولیک، ارتدوکس او انجیلي کلیساګانو پورې تړلو څېړونکو او علماوو له لوري د یوې ګډې کمېټې په چوکاټ کې ترسره شوې ده ... په دې ژباړه کې د مقدس کتاب تر ټولو غوره چاپ شوي متنونه په عبري او یوناني ژبو اساس ګرځول شوي دي.»
سره له دې، روښانه ده چې ځینو ډلو دا ژباړه د عربي ژبې له هویت او ماهیت سره ناسمه بلله، او دا مسئله د مسیحي تفکر او عربي هویت ترمنځ د خنډ سبب ګرځېده. دا لیدلوری پر دې بنسټ ولاړ و چې مذهبي هویت کله ناکله د خپلې سرچینې او ژبې له ورتهوالي څخه پیاوړتیا اخلي، برعکس د لرغوني عربي مسیحي هویت چې له عربي هویت سره ورته او همغږی و.
https://iqna.ir/fa/news/4321705/