IQNA

13:24 - November 05, 2026
د خبر لمبر: 3493584

د فلسطیني‌الاصله لومړنۍ ښځې د نیویارک ایالتي مجلس ته لاره وموندله

ایکنا- یوه فلسطیني‌الاصله ښځه په نیویارک ایالت کې کانګرس ته د لومړنۍ سترمنې ښځې په توګه وټاکل شوه.

فلسطینی الاصله استازې

د ایکنانیوز د راپور له مخې، چې د مېډل ایسټ آی خبري رسنۍ په حواله راکړل شوی دی ،راغلي دي، د ډیموکراټ ګوند نوماندې او د امریکا د ډیموکراټ سوسیالیستانو  د تنظیم غړې،«اَبِر قواس»  د نیویارک ایالت د سنا مجلس ته لاره موندلې ده.

په دې توګه نوموړې د فلسطیني ـ امریکایانو په منځ کې لومړنۍ ښځه او همدارنګه لومړنۍ محجوبه ښځه شوه، چې د دغه ایالت د قانون جوړونې مجلس کانګرس ته ټاکل کېږي.

قواس د نیویارک ایالت د مشرانو جرګې د ۱۲مې ټاکنیزې حوزې د څوکۍ د ترلاسه کولو په سیالۍ کې داسې مهال بریا خپله کړه، چې د ۹۰ سلنه رایو له شمېرلو وروسته یې ۷۵ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.

قواس د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته، په ټولنیزچینل ایکس کې په یوه لنډ پیغام کې ولیکل: «مونږ تاریخ جوړ کړ.»

د راپور له مخې، د نوموړې بریا له یوې خوا د امریکا په سیاسي جوړښت کې د فلسطیني ـ امریکایانو او مسلمانو ښځو د شتون لپاره یو تاریخي بدلون ګڼل کېږي او له بلې خوا په دغه هېواد کې د فلسطین د ملاتړو سیاسي جریانونو د نفوذ د زیاتېدو ښکارندويي کوي.

د قواس ټاکنیز شعار «د کرامت لپاره د تمویل برابرول او د ویجاړۍ پر وړاندې مبارزه» و.

د دې شعار لومړۍ برخه د عامې روغتیايي پاملرنې د نظام، چټک او د باور وړ عامه ترانسپورټ او د خلکو د اقتصادي وس مطابق د کورونو د برابرولو لپاره د نوموړې ملاتړ ته اشاره کوي.

د شعار دویمه برخه بیا د آب و هوا د  بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د کډوالو د ملاتړ او جنګ جګړې ته د عامه بودیجې د ځانګړي کولو پر مخالفت د هغې دریځ څرګندوي.

قواس د «امریکا ډیموکراټ سوسیالیستان» تنظیم  له غړو څخه ده. دغه سیاسي جریان تېر کال د نیویارک ښاروالۍ په ټاکنو کې د «زهران ممداني» له تاریخي بریا وروسته، په ټاکنو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

قواس په بروکلین کې له فلسطیني مور او پلار څخه زېږېدلې ده او د امریکا د کډوالۍ پر سختو سیاستونو هم نیوکه کوي.

دغه ټاکل شوې استازې د صهیونیستي رژیم د سیاستونو او له دغه رژیم سره د امریکا د امنیتي همکاریو له جدي منتقدینو څخه هم ده.

هغې له ټاکنو مخکې، د ملګرو ملتو په عمومي غونډې کې د ګډون لپاره نیویارک ته د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سفر پر ضد په یوه اعتراضي لاریون کې ګډون کړی و. نوموړې له لسګونو نورو لاریونوالو سره یوځای نیول شوې وه، خو وروسته بېرته خوشې شوه.

https://iqna.ir/fa/news/4387013

captcha