ایکنا – د حماس غورځنګ د قسام پوځی کنډکونو ویندوي د خدای د کور له حاجیانو وغوښتل څو په مقدسو ځایونو کې پخپلو خالصانه دعاګانو کې او د حج د مناسکو د ترسره کولو په وخت دې په غزې او فلسطین کې خپل خوئيندې وروڼه هم یاد کړئ.
د خبر لمبر: 3489385 خپرونې تاریخ : 2024/06/16
د حاجیانو په نامه د مسلمانانو د ولی امرپيغام
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر امام خامنه اي د حج د ولولناک او لوي کانګرس په مناسبت پخپل پیغام کې د انساني ځوا ک پراختیا او د اسلام معنوي عامل قوت د حج د فریضې دوه اړخونه وبلل او د غزې بوږنونکو غمیزو ته په اشارې سره ئې چې په اوسمهال کې ساری نه لري، ټینګار وکړ، له صهیونیسټ رژيم او دهغو له ملاتړو په تیره بیا امریکا څخه برائت سږکال باید د حج له میقات او موسم څخه لا ورآخوا په مسلمان میشته هیوادونو او ښارونو او په درستې نړۍ کې دوام ومومي او باید دخلکو درستو پرګنو ته نفوذ وکړي.
د خبر لمبر: 3489382 خپرونې تاریخ : 2024/06/15
ایکنا - د عرفات او تشریق ټآتوبی په لور د ایرانیو حاجیانو د روانیدا په درشل کې د ایران د خارجه وزارت سرپرست عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3489379 خپرونې تاریخ : 2024/06/15
ایکنا – د مسجد الحرام او مسجد النبی د چارو ریاست سږ کال په درستې نړۍ کې د کابو یو میلیارډ مخاطبانو لپاره په شلو نړیوالو ژبو د عرفې د خطبې د ژباړې لپاره د چمتووالی خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3489375 خپرونې تاریخ : 2024/06/13
په قرآن کې د حج فلسفه/۳
ایکنا - یوه بل ته لاسونه ورکوي او په زړونو کې د یوه اخلاقي انقلاب زمینه برابروي، د انسان د ژوند یوډول یوه نه بیانونکي پاڼه را اړوي او دهغه په ژوند کې یوه نوي پاڼه پيلیږي.
د خبر لمبر: 3489374 خپرونې تاریخ : 2024/06/13
په قرآن کې د حج فلسفه/۲
ایکنا – د حج مراسم داسې عبادت ښئ چې تر ډیره حده د ابراهمی او د هغه د زوي اسماعیل او د هغه د ما ندینې هاجر د مجاهدتونو په خاطرې سره نغښتي دي.مونږ که د حج د رازونو په باب له دې ټکي غفلت وکړو، نو ددغه عبادي عمل ډير مفهمونه د مونږ لپاره یوه پيښه او قضیه پاتیکیږ. له همدې امله لازمه ده څو له ځينو هغو ابراهیمو نښو نښانو سره چې په حج کې ئې ورايښت موندلی بلد شو.
د خبر لمبر: 3489364 خپرونې تاریخ : 2024/06/11
ایکنا – د عربستان امنیتی مامورانو هغه څه دپاسه درې لکه کسان چې دحج دمناسکو د ترسره کولو مجوز ئې نه درلود او په ویزټ ویزې ورغلي یا ئې په دغه هیواد کې د کارونو ویزې درلودې ،نیولي دي.
د خبر لمبر: 3489352 خپرونې تاریخ : 2024/06/10
ایکنا – د ؛واعدنا ؛ لمونځ چې د ذي الحجې د لومړۍ لسیزې په لمانځه هم مشهور دی ،ددغې میاشتې په لومړنیو لسو شپو کې او د ماښام او ماسخوتن لمانځه په مینّځ کې اداکیږی او د باؤري روایتونو او حدیثو په اساس ، هغه څوک چې دغه لمونځ ادا کړي، حاجیانو د عملونو په ثواب کې شریکیږی.
د خبر لمبر: 3489349 خپرونې تاریخ : 2024/06/09
ایکنا - د ؛حج ، قرآن چورلیزتوب او له غزې سره یوزړتوب ؛ نومې نړیوال وبینار د داخلی او بهرنیو استاذانو او کارپوهانو په شتون سره د غبرګولې یا جوزا د میاشتې په ۲۱ یعني د روانې دوشنبې په ورځې سهار نهه بجې د ایکنا آپارات ژوندئ خپرونې له لارې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3489348 خپرونې تاریخ : 2024/06/09
ایکنا – د بیت الله الحرام حاجیان د ذی القعدې دمیاشتې په وروستیو شپو ورځو کې د خپل پروردګار په درګاه کې د طواف او راز اونیاز په حال کې دي.
د خبر لمبر: 3489347 خپرونې تاریخ : 2024/06/09
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ارواښاد بنستګر حضرت امام خمیني د رحلت پنځه دیرشمې کلیزې دستورې د حج او زیارتونو په چارو کې د ولی فقیه د نماینده حجةالاسلام سید عبدالفتاح نواب په وینا سره په مدینې منورې کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489335 خپرونې تاریخ : 2024/06/06
ایکنا – د اهل سنت د حاجیانو په ټولنو کې د وحي ټاټوبي ته د ایران د لیږل شوي کاروان نور په چوکاټ کې د ایرانیو قاریانو تلاؤت له تاودۀ هرکلی سره مخ شوی دی .
د خبر لمبر: 3489327 خپرونې تاریخ : 2024/06/05
ایکنا - د عربستان د حج او عمرې وزارت ددغه هیواد د ملی بانک په ملګرتیا سره د پیسو د لومړنۍ نړیوالې ډيجیټلي بَټوې چې د حج او عمرې د زیارتوالو لپاره مخصوصه ده ، مخ کتنه وکړه .
د خبر لمبر: 3489324 خپرونې تاریخ : 2024/06/05
ایکنا - مسجد الحرام ااو مسجد النبی عمومی تولیّت په تیرې یوې اونۍ کې په مسجد النبی کې د څه دپاسه اوه میلیون اته لکه حاجیانو او زیارتوالو د شتون خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3489314 خپرونې تاریخ : 2024/06/03
ایکنا – د ۱۴۰۳کال د حج د قرآن کاروان د یوه غړي آرش سوري په زړه پورې غږ سره د فجر مبارکې سورې وروستیو آیتونو تلاؤت د بیت الله الحرام په شوا وخوا کې آوریدل کیږی.
د خبر لمبر: 3489309 خپرونې تاریخ : 2024/06/02
د حج تمتع په درشل کې ،په مختلفو توکمو، رنګ ، او ژبو او ملیّتونو سره له مختلفو هیوادونو په لکونو حاجیان په مسجد الحرام کې په شتون سره د خدای د کور خانه کعبې طواف او نورو عملونو سره خپله معنوی مینه ماتوي او له دغه فرصته تر ډیره حده د خپلې روحاني او معنوي تندې د ماتولو لپاره استفاده کوي.
د خبر لمبر: 3489305 خپرونې تاریخ : 2024/05/31
ایکنا – قرآن کریم له یوه پلوه د تورات د آسماني معارفو په ستاینې سره ، د ښو کسانو د صفتونو په ذکر کولو سره دغو معارفو ته مخه کوي ، او له بل پلوه هغه بد عهده یهودیان چې تورات اویهودي دین ئې تحریف کړی، د مشرکانو په پرتله دمسلمانو ترټولو بد دښمن معرفي کوي.
د خبر لمبر: 3489301 خپرونې تاریخ : 2024/05/30
ایکنا – د وحي په ټاټوبی کې له قرآن کریم سره د انس محفل د خدمت د شهیدانو له درنښت سره په یووخت ، د نور قرآڼي کاروان دغړو په شتون سره ترسره شو.
د خبر لمبر: 3489300 خپرونې تاریخ : 2024/05/29
ایکنا – په مدینې منورې کې واقع مسجد النبی ، په نن سبا شپو ورځو کې دهغو لکونو عاشقانو زیږنځاي دی چې دحج تمتع په مناسکو کې د ګډون لپاره د دنیا له ګوټ ګوټه د وحي ټاټوبی ته تللي او هماغه شان په ورتلو دي .
د خبر لمبر: 3489294 خپرونې تاریخ : 2024/05/28
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر د حج له چارواکو سره په کتنې کې چې دغواي د میاشتې په ۱۷نیټه ترسره شوې وفرمائيل؛په تیره بیا سږکال حج؛ د برائت حج دی دهغه څه په خاطر چې نن سبا په غزې او فلسطین کې روان دي.
د خبر لمبر: 3489280 خپرونې تاریخ : 2024/05/26