IQNA

د حج، قرآنی چورلیز او له غزې سره د یو زړتوب نړیوال سمینار

8:11 - June 09, 2024
د خبر لمبر: 3489348
ایکنا - د ؛حج ، قرآن چورلیزتوب  او له غزې سره یوزړتوب ؛ نومې نړیوال وبینار  د داخلی او بهرنیو استاذانو او کارپوهانو په شتون سره د غبرګولې یا جوزا د میاشتې په ۲۱ یعني د روانې دوشنبې په ورځې سهار نهه بجې د ایکنا آپارات ژوندئ خپرونې  له لارې ترسره کیږي.

ایکنانیوز  راپور راکوي، د ؛حج، قرآن چورلیزتوب  او له غزې سره یو زړتوب ؛ نومې نړیوال وبینار او د ۱۴۰۳ کال د    حج د شعار( حج، قرآن چورلیزتوب ، د مظلومو فلسطین څخه ددفاع او د اسلامی امت یوزړتوب او اقتدار ) چې  د حج او زیارتونو  د چارو د ادارې  او د رهبرۍ د ستر مقام د بعثې  د غږملونکي او پلانونې د شورا له خوا ټاکل شوی دی، د روان کال د حج له مناسکو سره په یووخت ترسره کیږي.

د اسلامی نړۍ او اسلامی امت مهم چیلنجونه او مشکلات  او په تیره بیا د فلسطین د مظلوم  ملت مشکلات او د  قرآن کریم د لوړو تعلیماتو باندې مشتمل د صهیونیسټي نیواکګرو په ضد د هغوي  له مبارزو څخه ملاتړ ،  د فلسطین د موضوع په ژوندئ ساتلو کې د طوفان الاقصی  عملیاتو  اغیزې  او  د روان کال د حج په دستورو کې د صهیونیسټي دښمنانو څخه پر برائت  د ټينګار ضرورت،  په دغې پیښې کې د حاضرو  کارپوهانو او شخصیّتونو په ویناؤ کې مطرح شوي موضوعګانې دي.

 ددغه وبینار د ترسره کیدا وخت به، د غبرګولې یا جوزا دمیاشتې ۲۱ نیټه  چې د ذبی الحجې دمیاشتې  له دریمې نیټې سره سمون خوري، د تهران  په وخت سهار نهه بجې وي.

د  تهران دپوهنتون استاذ ډاکټر محمد علی آذرشب ، دملایشیا د اسلامی تنظیمونو د  شورا د دارالانشاء مشر عزمي عبالحمید، د لبنان د مسلمانو عالمانو دټولنې مشر شیخ غازي جنینه، دترکیې د اهل بیت(ع) دعالمانو د ټولنې مشر قدیر آکاراس او د امریکا تازه مسلمان شوی  او اسلام پيژاند جان آندرو مورو  په دغه وبینار کې حاضر ویناوال دي.

 د وبینار  آنلاین خپرونه  په www.aparat.com/iqnanews/live ايډریس سره  د آپارات له ویب پاڼې څخه لیدلی شئ او په دغې انټرنیټي ناستې کې د حاضرانو د ویناؤ محتوا د ایکنانیوز په ویبپاڼې کې لیدلی شئ.

IQNA to Hold Int’l Webinar on Sympathy with Gaza in Hajj   

https://iqna.ir/en/news/3488657

captcha