ایکنانیوز د ایران د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د برخې لهقوله ر اپور راکړ، د ایران د خارجه وزارت سرپرست علی باقری کني مشاعر مقدسه ته د ایران د حاجیانو رانیدا ته په اشارې او په عربستان کې د حج د ترسره کیدا د مسئولو چارواکو اقداماتو او هڅو په مننی او قدرونې سره هیله وښودله چې د ایرانیان د حج عملونه په بشپړ بریالیتوب سره سر ته ورسول شي او په سلامتیا سره خپل ټاټوبی ته بیرته وګرځي.
علی باقری کني همداراز په دغه تماس کې د حج د پاتې عملونو د ترسره کیدا د څرنګوالي په باب ځيني موضوعګانې هم مطرح کړې.
دعربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان همداراز په دغه تماس کې ضوف الرحمن ته د آسانتیاؤ د وړاندې کولو په باب د ترسره شوو اقداماتو په بیانولو سره ټينګار وک، ددغه هیواد چارواکي به خپلې ټوله هڅې وکاري،څو د وحي د ټاټوبی حاجیان خپل حج په بشپړ آرامښت او سلامتیا کې ترسره کړي او خپله معنوي تنده خړوبه کړي.