IQNA

په قرآن کې د حج فلسفه/۲

حج او د ابراهیمي سمبولونو شتون

12:09 - June 11, 2024
د خبر لمبر: 3489364
ایکنا – د حج مراسم داسې عبادت ښئ چې تر ډیره حده د ابراهمی  او د هغه د زوي اسماعیل او د هغه د ما ندینې هاجر  د مجاهدتونو په  خاطرې سره نغښتي دي.مونږ که د حج د رازونو په باب له دې ټکي غفلت وکړو، نو ددغه عبادي عمل  ډير مفهمونه  د مونږ لپاره یوه پيښه او قضیه پاتیکیږ.  له همدې امله لازمه ده څو له ځينو هغو ابراهیمو  نښو نښانو سره چې په حج کې ئې ورايښت موندلی بلد شو.

د حج سفر یو الهي سفر او لوي هجرت دی چې د ځان جوړونې په موخې سره ترسره کیږي . دغه دستورې لکه څنګه چې د«وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ»(بقره/125) په آیت کې  بیان شوی  هغه عبادت بریښوي چې ډير زیات د  حضرت ابراهیم ، دهغه زوي اسماعیل او د هغه ماندینې هاجر له مجاهدتونو سره نغښتی دی،مونږ که د حج د رازونو پّ باب له دې ټکي غافل شو، نو ددغه عبادي  عمل  ډیر مفهمونه د مونږ لپآره یوه معما  بریښي. مثلا هغه مهال  چې د منی په ټاټوبی کې په قربانځاي کې  شتون پیدا کوو، نو دا ټوله قرباني د څه لپاره ده ؟ مګر  د یوه حیوان ذبح کول  د یوه عبادت کړئ کیدلی شی؟ خو هغه مهال چې د ابراهیم د قربانۍ مسئله  په خاطر کې راولوو، چې زوی ئې په دغه میدان کې دخداي په لاره کې قربان کړ. او وروسته  په منی کې د قربانۍ په توګه  یو دود شو، ددغه کار په فلسفې پوهیږو.قراني کول  د معبود په لاره کې له هرڅه تیریدا ده ، د یوه مظهر قربانول دي له غیر خدای څخه د زړه لیرې ساتلو لپاره  او هغه مهال چې  له دغه مناسکو څخه کافی تربیتی استفاده کولی شو چې د اسماعیل د ذبح ټوله صحنه او د پلار او زوي روحیات  د قربانۍ په وخت په نظر کې مجسّم کیدلی شی ، او دا روحیات  د انسان په وجود سیوری غوړوي.

هغه مهال چې  په جمرات،یعني  د  هغو کاڼو په درو ستنو پسې چې حاجیان د حج په دستورو کې پرې کاڼي وروي، او هر ځل  په خصوصي دستوور کې  پر هغه د اوو کاڼو ګوزارونه کوي او ولي ئې، ورځو نو دا معما د مونږ په نظر کې  رابرسیره کیږي چې  په یوې بې روحه  ستنې باندې ددومره ډیرو کاڼو ګوزارونه څه معنا درلودلی شی؟ او  څه مشکل کولی شی؟ خو هغه مهال چې په خاطر ئې راولو، دا د شیطان له وسوسو سره د ابراهیم د مبارزې د  خاطرې  یاودنه ده ، چې درې ځله  دهغه د لارې په سر  ظاهر شو او فیصله ئې وکړه ، هغه  د خپل زوی د قربانولو په موضوع کې لټي او شک وکړيؤ، خو  هر ځل ابرهیم  هغه  په کاڼي ویشتلو سره له ځانه لیرې کړ،نو ددغودستورو محتوا لاروښانه کیږي. ددغو دستورو معنا دا ده چې مونږ ټول  دعمر په اوږدو کې د جهاد اکبر په میدان کې  د شیطانانو له وسوسو سره  مخام یوو او تر څو چې په کاڼو ئې ونه ولوو ،  او له ځانه ئې ونه شړو،  بریالي به نه شو.

یا هغه مهال چې؛ صفا؛ او ؛ مروه ته ځو ،نو وینو ډلې ډلې خلک  له دغه واړه غره  هغه لا  واړه  غر ته ځي او  له څنګه چې دې ته بیرته ورګرځي  او  بې له دې چې څه شی ئې ترلاسه کړی وي دغه عمل تکراروي ، کله هم منډه وهي  او کله هم رورو مزَل کوي ، مسلما تعجب کوو  چې دا نو څه کار دی ؟  او څه معنا درلودلی شي؟ البته هغه مهال چې په وَچې او ډيرې سوځونکې ګرَمې دښنې کې  د د خپل نوزیږي  زوي اسماعیل   د ژوند د نجات لپاره د ؛ هاجر؛  د سعي  او هڅې  کیسه  په خاطر کې راولوو، چې  له دومره سعي  او هڅې وروسته څرنګه  خداي تعالی  هغه خپل مقصد ته رسوی ،  د نوزیږي د خپلو لاندې  د زمزم  چینه راوخوټیدا ، پرَدې څنګةکیږي   او په هغې شیبې کې  ځان د ؛هاجر؛ ترڅنګ  ویني  او  له هغه سره په سعي او کوشش کې   مټ په مټ کیږو چې د خدای په لاره کې بې هڅې هیڅوک  کوم  ځای ته نه رسیږي.

 له هغه څه جې  ووئيل شول ، دا نتیجه اخستلی شو چې  پر ؛حج؛ باید په دغو  رازونو سره پوهه شو  او د ابراهیم او دهغه د زوي او ماندینې  خاطرات ګام په ګام تسجم ومومي، څو هم د هغه فلسفه درک شي او هم د حاجیانو پرنفوسو  کې د حج  ژورې اخلاقي اغیزې سیوری وغوړوي.

captcha