حاجیان - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا – د ایران د اهل سنت حاجیانو  د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه  د نماینده  په شتون او وینا او دغه راز د رهبرۍ په خبرګانو شورا کې  د ګلستان ولایت د اهل سنت د نماینده او د حج او زیاراتو دچارو د ادارې دم شر په شتون  او ویناؤ سره  د  فلسطین ددفاع لپاره په حج کې د اسلامي همپالنې او پیوستون  په عنوان سره  عمومی سمینار ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491214   خپرونې تاریخ : 2025/06/02

ایکنا د مسجدالحرام او نبوي شریف د دیني چارو د ادارې مشر ووئيل؛  د ۱۴۴۶ قمری کال  د حج موسم لپاره ئې د عرفې ورځې د خطبې د ژباړې پروژه په ۳۵ ژوندیو ژبو پیل کړې ده. 
د خبر لمبر: 3491204   خپرونې تاریخ : 2025/06/01

ایکنا – دعربستان د سرې میاشتې ادارې سره اړونده د رضاکارو ټیم د ۱۴۴۶ قمری کال د حج  د مناسکو په عملیاتو کې د ګډون لپاره څه دپاسه ۵۵۰ ښځې او سړي رضاکار بشپړ سنبال کړي دي.
د خبر لمبر: 3491198   خپرونې تاریخ : 2025/05/31

ایکنا -  د خداي د کور حاجیانو د قرآن کریم د تلاوت او حفظ لومړنۍ سیالي د مسجدالحرام د دیني چارو د تولیت په هڅو سره په دغه مسجد کې ترسره کېږي. 
د خبر لمبر: 3491196   خپرونې تاریخ : 2025/05/29

ایکنا - د سعودي عربستان سترې  محکمې اعلان وکړ چې د عرفات ورځ، چې د کلني حج زیارت تر ټولو لوړه  برخه  ده، د پنجشنبې په ورځ، یعني د ۲۰۲۵ کال د جون ۵  (د ۱۴۰۴  لمریز کال د غبرګولي ۱۵ ) او دغه هم د  جمعې ورځ، یعني د جون ۶  (د غبرګولي ۱۶ )  به  راز  د قربانۍ د لوي اختر د ورځ  د جشنونو لومړۍ ورځ وي. 
د خبر لمبر: 3491194   خپرونې تاریخ : 2025/05/29

ایکنا - د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر په یوې غونډې کې د ۱۴۴۶ کال د حج موسم لپاره د دغه هېواد پلانونه تشریح کړل، چې موخه ئې د مناسکو اسانتیا او حاجیانو او عمره کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو کیفیت لوړول دي.
د خبر لمبر: 3491188   خپرونې تاریخ : 2025/05/28

ایکنا - د سږکال د حج لپاره د خداي د کور  تر ټولو بوډا  ښځينه حاجي یوه  ۱۰۹ کلنه  انډونیشیائي میرمن ده.
د خبر لمبر: 3491182   خپرونې تاریخ : 2025/05/27

حج په قرآن کې/۳
ایکنا -  صفا او مروه  د مسجدالحرام تر څنګ  یوازې دوه مخامخ غرونه نه دي، دا دواړه ځایونه د عبادت، توحید، ایثار او تاریخي   چغو او دعاګانو  نښې دي چې قرآن کریم ئې د «شعائر الله» په نامه یادوي.
د خبر لمبر: 3491180   خپرونې تاریخ : 2025/05/27

ایکنا -  دعربستان به مدینې منورې کې د جنت البقیع قبرستان تل د مسلمانانو لپاره یو مقدس او روحاني ځاي دی  او د حج تمتع په شپو ورځو کې  هم  د مختلفو ملیّتونو په تیره بیا د ایرانیو او پاکستانیو حاجیانو لپاره په یوه ځانګړي ځای بدل شوی  دی. 
د خبر لمبر: 3491178   خپرونې تاریخ : 2025/05/26

ایکنا - د مدینې  منورې په مسجد النبی  (ص) کې د ښځو د چارو ادارې د لومړي ځل لپاره د ښځو په لمونځ‌ځایونو کې سمارټ  نمایشګرونه یا ډسپلې لګولي ، څو د هغوی دیني او معرفتي پوهه لوړه کړي. 
د خبر لمبر: 3491176   خپرونې تاریخ : 2025/05/26

 ایکنا - د   ۱۴۰۴  حج لپاره د لېږل شوي  نور قرآني کاروانیو  غړي مهدي صلاحي په يوه قرآني محفل کې د کلام‌الله مجيد د آيتونو تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3491169   خپرونې تاریخ : 2025/05/25

     حج په قرآن کې/ ۲
ایکنا – د قرآن کريم  په بېلابېلو آيتونو کې د قربانئ، طواف او د حرم سيمې ته   د واریدیدا پشمول  د حج مناسک  د الهي شعائرو په توګه معرفي شوي، چې د دغو شعائرو سپکاوی د ديني مقدساتو په وړاندې بې پروائي ګڼل کېږي. قرآن کريم په مائده سوره  کې ،په دوهم آيت  کې مؤمنانو ته خبرداری ورکوي، چې د الهي شعائرو، حرامو مياشتو، ډالیو (قربانيو)، (د قربانيو نښو) او د خداى د کور (کعبې) زيارت کوونکو  حاجیانو ته سپکاوی ونه کړي. په دغه  آيت کې راغلي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا».
د خبر لمبر: 3491167   خپرونې تاریخ : 2025/05/26

ایکنا – د ایران د نور مداحی ډلې غړو ،له قرآن کریم سره د انس د محفل په چوکاټ کې  په مدینې منورې کې د ایرانیو حاجیانو په ټول کې  د مداحئ او نعت پروګرام اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3491166   خپرونې تاریخ : 2025/05/24

ایکنا – د ایران  تکړه قاری اود نور د قرآني کاروان یوه غړي حمید جلیلي،  د وحي ټاټوبی ته   دتللو  ایرانیو حاجیانو په ټول کې د انعام د مبارکې سورې د څو آیتونو تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3491165   خپرونې تاریخ : 2025/05/24

  په دغو ولوناکو دستورو  یوې برخې کې د ایران ممتاز قاری او د نور قرآنی کارواان یوه غړي ،محمد مهدي شیخ الاسلامی  د ایرانیو حاجیانو په دغه ولولناک ټول کې  د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3491160   خپرونې تاریخ : 2025/05/24

ایکنا – د دنیا له مختلفو هیوادونو او ګوټ  ګوټه په لکونو  حاجیان د مدینې منورې په لور خوځيدلي  څو  حج تمتع څخه برخمن شي  او خبله تنده د خداي په کور او  دغه راز په مدینې منورې کې  د رسول الله بزرګوار(ص) په سپيڅلي حرم کې  ماته کړي.
د خبر لمبر: 3491142   خپرونې تاریخ : 2025/05/19

ایکنا - د مسجد الحرام   د ادارې مسئولانو د خانه کعبې شریفې د حاجیانو او زیارتوالو د هرکلي لپاره د تیارئ په موخې سره ، د کعبې پرده ۳ میټره پورته کړه.
د خبر لمبر: 3491118   خپرونې تاریخ : 2025/05/15

د نور قرآني کاروان مشر !
ایکنا - د ۱۴۰۴  لمریز کال حج ته د لېږل شوي  د نور قراني کاروان مشر د دغه کاروان د ۲۰ کسانو د ګډون  په يادولو سره وويل: د پلان له مخې به په مکې او مدينې کې کابو  ۲۲۰ د تلاوت کرسئ او قراني محفلونه ترسره شي.
د خبر لمبر: 3491110   خپرونې تاریخ : 2025/05/14

 ایکنا - د سعودي عربستان د حج چارواکو له حاجیانو غوښتي چې که د حج په دوران کې ئې پيژند پاڼې ورکې شي،نوځیني ځانګړي ګامونه دې پورته کړي.
د خبر لمبر: 3491092   خپرونې تاریخ : 2025/05/10

ایکنا -  د سعودي عربستان اړونده چارواکو وئيلي دي ، د راتلونکي حج موسم  لپاره ئې یو پراخ عملیاتي پلان جوړ کړی چې جزئیات به ئې ډېر ژر اعلان شي. دا پلان د مصنوعي ذکاوت( آرټیفیشل اینټلیجنس)، هوښیارو ټیکنالوژیو او ډیجیټل پلیټفارمونو پر اساس دی چې د  حاجیانو او زیارتوالو  د هوساینې لپاره ډیزاین شوی دی.
د خبر لمبر: 3491081   خپرونې تاریخ : 2025/05/08