IQNA

 د یهودیانو یو سترپادري وائي صهیونیسټي رژيم د یهودیّت دقانون په اساس ناروا دی

13:44 - December 08, 2021
د خبر لمبر: 3485087
تهران (ایکنا)- د اسرائيلو ضده یوه یهودي پادري د یهود دین له نظره د صهیونیسټي رژيم د جوړیدا په باب ووئیل ،ددغه رژيم رامینځةکیدا د یهود دین د قوانینو په اساس غیر قانوني دی او باید فلسطیني ټاټوبی د دوي اصلي خاوندانو ته بیرته وسپارل شي .

ایکنا خبری اژآنس راپور راکړ،په درستې نړۍ ډيرداسې یهودیان شته چې د صهیونیسټ رژيم له نیواکګرۍ سره مخالف دي او باؤري دي،دغه  رژيم ناروا دی او د فلسطنیانو حقوق ئې چخڼي کړي دي .

ناتوري کارتا (Neturei Karta International) یوه یهودي ډله ده چې له کلونو راهسې د مظلومو فلسطنیانو ملاتړ کوي .د ناتوری کارتا ډلې ویندوي پادري دوویډ فلډمن (Dovid Feldman)  وائي،ډيرکسان شته چې پخپلو زړونوکې د فلسطنیانو پلویان دي،خو په دې باب له څه وئيلوسره ګروهنه نه لري، ځکه نه غواړي له یهودیانو سره  په ضد  تورن شي .

 ایکنا خبری آژانس له دغه صهیونزم ضده پادري سره د فلسطین د وضعیّت او ددغه ټاټوبی د مظلوم ولس په ضد د صهیونیسټي رژيم د څو لسیزو ظلم او کړاؤ په باب خبرې کړي،چې هغه هم پخپلو خبرو کې څرګنده کړې ده،هغه کسان چې دفلسطنیانو حقوقو ته توجه کوي،دم ګړۍ ډیر زیات کارونه ترسره کوي څو خپله چغه ددرستې نړۍ هیوادونو غوږونو ته ورسوي.هغه څه چې مونږ اوس ورته ضرورت لرو،دا دي چې په دغه غورځنګ کې لازیات کسان  ګډون وکړي څو عمومی افکار بدل کړي .هغه په دوام کې وئيلی ،یوه موضوع دا ده چې  دم ګړۍ ډیر خلک شته چې  پخپلو زړونو کې د فلسطنیانو پلویان دي ،خو ددې موضوع په اړه څه وئيلو سره ګروهنه نه لري له دې ویرې چې د یهودیّت په ضد تورنیږي صهیونیسټان تل د هغو کسانو په خلاف چې د اسرائيلو پر رژيم نیوکې کوي،له یهودیّت ضد تورونوڅخه ناوړه استفاده کوي .د یهودیانو دغه پادري  روښانه کړې ده ،یو هغه مهم کار چې د فلسطین ملاتړی غورځنګ ئې ترسره کولی شي ،دا دی چې په روښانه توګه د یهودیت (چې یو دین دی ) او صهیونزم (چې یو سیاسی بهیر دی)ترمینځ توپیر رابرسیره کړي،هرڅوک هر چرته او په هره بڼه چې له فلسطینه ملاتړ کوي او دصهیونیسټانو پر نیواکګرۍ نیوکې کوي ،باید په کلي توګه د یهود قوم او یهود دین باندې نه ،بلکې د صهونیسټ رژيم  له خوا ترسره شوو جنایتونو باندې نیوکې وکړي،څو دوي (صهیونیسټان) دا ادعا ونه کړائ شي چې ددغه کار انګیزه له یهودیّت سره مبارزه او مقابله ده . صهیونیسټ رژيم  هیڅکله هم باید یو یهودي هیواد ونه بلل شي ، بلکې باید دا یو صهیونیسټي رژيم  وبلل شي .  

د ناتوری کارتا ډلې ویندوي پادري دوویډ فلډمن (Dovid Feldman) دغه راز د صهیونیسټ رژيم او دسیمې د ځينو هیوادونو ترمینځ د اړیکو دعادي کیدا په باب  هم ووئيل ، له بده مرغه  د اړیکو دغه عادی کیدا لامل کیږي ، چې ځيني نیواکګران په دغو کارونو سره سپين سترګې کیږي او وائي چې فلسطینیانو سره خپل مسلمانان هم ملګرتیا نه کوي او د مونږ ملګري کیږي او اسرائيلي رژيم په رسمیّت پيژني او اقدامات ئې جایز ګڼي .خو باید درست په دې پوهه شي،چې هغه څه چې اسرائيلیان ئې له فلسطنیانو سره کوي،د یهوددین د قوانینو او نړیوالو قواعدو اواصولو خلاف ورزي ده او مونږ هیله مند یوو چې دنړۍ هیوادونه ، دغه تیریګر اونیواکګر رژيم هیر کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4018876//

captcha