IQNA

ایت الله خامنه ای: د عراق او ایران په اړیکو کې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په پراختیا کې کوم خنډ نشته

9:23 - December 07, 2013
د خبر لمبر: 1334011
سیاسی ډله: د انقلاب ستر لارښود د ایران او عراق د اقتصادی او سیاسی اړیکو د پیاوړتیا اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، په بیلا بیلو برخو کښې د زیاتیدونکو ملګرتیاؤ زمینې ډیری زیاتی پراخې دی او د عراق او ایران په اړیکو کښې د پرمختګ او سیمه ایزو ملګرتیاؤ په پراختیا کښې کوم خنډ نشته.

د قران نړیوال خبری إژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای، نن  په تهران کښې د عراق له لومړې وزیر نوری المالکی سره په کتنه کښې، زیاته کړه، په دې وروستیو کلونو کښې په ایران کښې علمی پرمختګونه خورا زیات دی  او عراق ته د علمی تجربو انتقالیدل هم د دواړو هیوادونو  د ملګرتیاؤ یوه مهمه زمینه کیدلای شی.


 


ښاغلی حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای، د عراق د حکومت کړچار مثبت وباله او زیاته یې کړه، هغه حرکت چې نن سبا یې تاسو د خپل هیواد لپاره کوۍ، یو باارزښته حرکت دی، البته د عراق اړتیاوې له دې هم زیاتی دی .


 


د عراق لومړې وزیر نوری المالکی هم  په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت مننه او قدرونه وکړه  او هیله یې وښودله، تهران ته د هغه په سفر کښې موافقې او خبرې اترې، په بیلا بیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لامل شی.


 


1332761
captcha