
ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي د حضرت امام خمیني د رحلت د ۳۷کلیزې په مناسبت پخپل کې پیغام کې وفرمائيل؛ د مونږ شهر لارښود حضرت امام خامنه اي د ارواښاد امام لارې ته په دوام ورکولو سره د غبرګولې د میاشتې څوارلسمه نیټه له امام خمیني رحمت الله علیه سره د ملت د هر کال د میثاق په فرصت بدله کړه.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیتالله سیدمجتبی خامنهاي د غدیرنیکمرغه اختر او د امام خمیني رح د رحلت د اوه دیرشمې کلیزې او د حضرت ایت الله العظمی شهید امام خامنه اي د مشرۍ د پیلیدا د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کښې چې د «حجت الاسلام و المسلمین حاج علي اکبري» لخوا ولوستل شو وفرمائیل: د اسلامي انقلاب شهید لارښود په کلام او قلم او عمل او په خپلو بیلابیلو کتنو کښې د امام خمیني رح د مکتب په ژوندي ساتلو سربیره د غبرګولي د میاشتې څوارلسمه نیټه له امام خمیني رح سره د ملت د هر کال د میثاق په فرصت بدله کړه او د ارواښاد امام د مکتب اصول، سیاستونه او کرښې یې تشریح او بیان کړې.
د ایران د اسلامي انقلاب انقلاب د ستر لارښود سید مجتبي خامنه اي د پیغام بشپړ متن ستاسو خدمت ته وړاندې کوو؛
بسم الله الرحمن الرحیم
اَلحَمدُ للهِ الَّذی جَعَلَ کَمالَ دینِه وَ تَمامَ نِعمتِه بِوِلایةِ امیرِالمؤمنین علیِبنِ اَبیطالِب علیهالسّلام
په ایران او ټولې دنیا کښې ټولو مسلمانانو او د اسلامي امت د پلار ، امیر المومنین امام علي صلوات الله وسلامه علیه محبینو ته مبارکۍ وایم او د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په سپیڅلي روح باندې سلام او درود استوم.
سږکال د غبرګولې د میاشتې اوه دیرشمه څوارلسمه نیټه ده چې د امام خمیني د جدايۍ تیریږي او د غبرګولې لومړنۍ څوارلسمه نیټه ده چې د امت مهربان پلار، او د امام خمیني رح د مکتب د وفاداره او مهم وفادار او مرید، د اسلامي انقلاب ستر لارښود شهید حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي اعلی الله مقامه الشریف د الهي ضیافت میلمه شوی او د امام خمیني رح په سپیڅلي حرم کښې د هغه له صلابت څه ډک غږ، حکیمانه او نفوذ لرونکی کلام نه اوریدل کیږي.
خو د اسلامي جمهوریت د بنسټګر د لسو کلونو د ویناګانو او د مکتوباتو ټولګه او د ستر شهید رهبر شپږدیرش کاله ویناګانې زمونږ د ټولو لپاره ارزښمنه او بې بدیله خزانه او د راتلونکې د لارې ډیوه ده.
اولا نن د غدیر اختر او عیدالله الاکبر: د عهد معهود او د میثاق ماخوذ ورځ چې خدای پاک په هغه کښې د اسلامي نظام او د ټولنې د مدیریت دنده مشخصه کړه او د حضرت معصومین صلوات الله علیهم اجمعین له پرله پسې امامت او ولایت سره د دین بشپړتیا او اتمام نعمت ترسره کړی دی.
غدیر د هغه چا یادونه کوي چې د خپل شریف عمر هره شیبه په کعبې کښې د زیږیدا له لومړیو څخه تر شهادت پورې د خدای لپاره او د خدای په لاره کښې و.
پر دې اساس هغه حضرت( امام علي ع) د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم له مکرم وجود څخه وروسته د ژوند په ټولو پړاونو کښې او د مسلمانانو او د مومنانو لپاره ستره او جامع بیلګه ګڼل کیږي او ښه خبره دا ده چې له کوچني ماشوم رانیولي تر بوډاګانو پورې او د ټولنې له عادي خلکو رانیولي تر شخصیتونو او مشرانو پورې ټول د امام علي ع اقتدا وکړي؛ هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب د امامینو د ژوند د ویاړ سند هم د هغه بزرګوار پیروۍ کول وو.
ثانیا نن ورځ د امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت کلیزه او د دغه مشهور شخصیت په هکله د تفکر او د خبرو اترو لپاره ارزښمن فرصت کم پيژندل شوی دی.
نظر جلبونکی شخصیت چې د هغه د لارې او د نوراني هدف ژور درک او پیژندګلوۍ د اسلامي ایران د راتلونکې د لارې ډیوه ده؛ خو د ملت ډیر وګړي چې ځوانان دي، د هغه حضرت د نیغ په نیغه درک کولو توفیق ئې نه دی درلودلی او حتی هغو ډیرو کسانو چې د هغه حضرت د ژوند پړاو ئې درک کړی ډیر لږ د امام د شخصیت او د کړچار ژورتیا ته رسیدلي دي.
قالَ اللهُ تَعالی قُل اِنَّما اَعِظُکُم بِواحِدَة اَن تَقوموا لله مَثنی و فُرادی.
خداوند تبارک و تعالی په دغه ایت شریف کښې رسول اعظم صلی الله علیه واله وسلم ته په خطاب کښې فرمايي امت ته ووایه زه تاسو ته یوازې د یوې چارې موعظه کوم چې د خدای لپاره دوه ، دوه کسان یا په یوازې ځان پاڅي.
دغه کریم آیت د لومړي پیام مطلع او یو تر ټولو زوړ سند دی چې زمونږ د زمانې او وخت د ستر روح او د صالح بنده بې بدیله شخصیت او د اسلامي جمهوریت بنسټګر او د اسلامی انقلاب ستر مشر په هغه کښې د ایران ملت د خدای لپاره پاڅون کولو ته دعوت کړی دی.
هو قیام الله، د امام د مکتب بنسټ دی او د هغه تر ټولو مهم وجودي برکتونه او اثار په همدې اساس په ټولنې باندې د ژور اغیز ، تربیت او هدایت کول دي.
همدغه الهي حرکت د برکتونو د نازلیدا، د رب د توجهاتو او د حق لارې ته د ټولنې په هدایتولو کښې د حضرت حق جل و علا د سنت د جاري کیدا سرچینه ده چې وَالَّذینَ جاهَدوا فینا لَنَهدِیَنَّهُم سُبُلَنا.
او مګر دا نه دي چې د ایران تر ټولو مهم حرکتونه او پاڅیدل د خمیني کبیر او د خامنه اي عظیم الشان شهید په پړاونو کښې او د دوې په مستقیم یا غیر مستقیم هدایت سره ترسره شوي دي؟ کوم ستر قدرت کولای شول د استکبار او د استعمار مسحور شوی او ویده شوی ملت په داسې شرایطو کښې چې وااکمنان له لویدیځ هراړخیز اړوندوالی ، ساډوبۍ او انسدادڅخه ډک وو، د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په پینځلسمه نیټه راویښ کړي؟ کوم جذابه قدرت کولای شول میلیونونو کسان د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دولسمه نیټه د هرکلي لپاره او د دیارلس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال کال د غبرګولي د میاشتې په څوارلسمه نیټه د امت د امام د جنازې د بدرګې لپاره واټونو ته راوباسي؟ او په اخري حیرانونکي بیلګې کښې کوم پیاوړی ځواک او د وسپنې اراده وه چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کب د میاشتې د لسمې نیټې له سهار څخه ئې د ایران ملت دومره مبعوث کړ او میدان ته ئې راوست چې په لوړې انګیزې سره د څه د پاسه دریو میاشتو په تیریدا سره هماغه راز له حرارت څخه ډک د خپل شهید رهبر او د نورو شهیدانو د وینې د بدل د اخیستلو او د اسلامي نظام او د خپل ګران وطن د حریم د ساتلو لپاره په میدان کښې حاضر دي او د شهید رهبر د آئيډیل د تحقق لپاره د لسګونو میلیونه جان فدایانو صفونه او د حق او د قیام الله د اقامه کولو کار ئې پیاوړی کړی دی؟
هو! دغه امام خمیني کبیر او امام خامنه اي عظیم الشان شهید وو چې د ایران په ملت کښې یې دغه استعداد او چمتووالی کشف او احیا کړ او تل د هغوې ځانګړی احترام کوي.
بزرګوار امام چې بې شکه په خپلې مثالي تقوا سره د هغه څه چې په قلم یې جاري کیدل مراقبت کاوه او په خپل وصیت لیک کښې یې ستره ادعا مطرح کړه او دا ډول یې ولیکل چې« زه په جرات سره ادعا کوم چې د ایران ملت او په اوس وخت کښې د ایران ملت او د هغه میلیوني وګړي د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په عهد کښې د حجاز له ملت او د امیر المومین او د حسین بن علي صلوات الله وسلامه علیهما په عهد کښې د کوفې او د عراق له ملت څخه بهتر دی».
نن سبا ټول قدرمن ملت ویاړ کوي چې د مقاومت د جبهې په څنګ کښې په خپل نوي بعثت سره د نړۍ د پتیالیو ملتونو او د خبرو کسانو په وړاندې د مباهات سرچینه شوې ده او د امام خمیني رح د وصیت لیک د دغه برخې رښتیا والی ښکاره کړی دی.
د شهید رهبر اعلی اله مقامه الشریف په تعبیر، هغه قدرتمن کسان چې وتوانیدل د ملت ستر څپانده سمندر په جوش کښې راولي، د ارواښاد امام خمیني رح او د بزرګوار امام په شان وسپنیز شخصیت، ډاډمن زړه او ذوالفقار ډوله ژبه وه چې وتوانید میلیونونو کسان میدان ته راوباسي، په میدان کښې یې وساتي او د هغوې د حرکت لاره هغوې ته وروښيي.
او صد البته د دا ډول اغیز یوه بله بیلګه په خپله قدرمن امام خامنه ای دی چې د خپلو صالحو مشرانو په لاره کښې یې ګام کیښود او د اسلامی انقلاب او د اسلامي نظام په کابو څلویښت کاله مشرۍ سره یې په ځوانانو باندې اعتقاد کولو او د خلکو د تفکر او فکر د سویې په لوړولو او ژورولو سره یې ټولنه د چمتووالي داسې سویې ته ورسوله چې د هغه د شهادت له سترې پیښې وروسته د ایران د ملت د بعثت نوی نصاب رامینځته شو.
هو! د سلطې نظام چې د اسرائیلو په نوم یو کیمپ چې له کابو اتیا کاله مخکې یې جوړ کړی د ستر اسرائیل یعني د فرات په ختیځ کښې د دروغجن او د پوچې جغرافیې په ختیځ سرحد کښې د یوه قوي او خپلواکه او له ډول ډول امکاناتو برخمن ایران نه زغمي او د ایران د پرمختګ د مخه د نیولو لپاره هر ډول اقدام ترسره کوي.
په همدغه وخت کښې د ایران عزیز ملت ته وایم خبیث دښمن چې په وسله والو ځواکونو کښې د تاسو له زړورو بچیانو سره په جنګ کښې یې ماتې خوړلې ده او په تیره بیا له پریکنده ګوزارونو سره په مخامخ کیدا کښې که هغه په پوځي جګړې کښې وي او که په میدان او واټونو کښې، دښمن له معنا ډک او ژور سپکاوی تجربه کوي چې د هغه په وجه له دغه دښمن څخه د هیوادونو په ملموس ډول لیرې کیدا سبب شوې ده چې په ترکیبي جنګ کښې یې خپل پلان په دوو ټکو متمرکز کړی دی: یو د خلکو پایدارۍ، بله د هیواد د چارواکو په محاسباتي ادارې کښې د غلطۍ رامینځته کول.
په دغو دوو برخو کښې د دښمن اصلي اوزار د شک ، د ناهیلۍ، د ویرې ، د بدګمانۍ او د اختلاف د تخم شیندل دي.
نو ځکه خو له دغو بدغوښتنو سره د مقابلې په مقام کښې باید ټول خلک په مقاومت کولو ، روشن بینۍ او د وحدت او د انسجام په ساتلو او متقابل اعتماد او له دښمن سره په غږمله نه کیدا سره د هغه سپیره نقشه او پلان شنډ کړي.
په دغه مقام کښې له دغو چارو په ملاتړ کښې د حکومتي چارواکو رول ډیر مهم دی.
هر ډول اقدام چې د خلکو د بدبینۍ او لالهندۍ سبب شي له ایران او د هیواد له دښمن سره یو ډول مرسته کول ګڼل کیږي.
همدا اوس په ټولې دنیا کښې د مظلومو البته د مقتدرو او د اسلامي انقلاب د بریالیو مشرانو په توګه د خمیني کبیر او د قدرمن شهید خامنه اي مکتب د عملي معرفي کیدا او د تحقق د وربخښلو لپاره یو نوی فرصت رامینځته شوی دی.
دغه مهم رول د ملت د وګړو، په تیره بیا په ځوانانو ، شخصیتونو او د فکر او د تفکر او د هنر د خاوندانو پرغاړه دی چې د همدغه مکتب پراساس د خدای پاک په ژمنو باندې اعتماد سره زمونږ د سرور عجل الله تعال فرجه الشریف د توجهاتو په سیوري او د سوچه اسلام په لاره یعني د ولایت کبری صلوات الله و سلامه علیهم اجمعین او د عصمت د خاوندانو د شتون په دوه نیم سوه کاله پړاو کښې انځور شوی نوراني کړچار د ګران ایران ځلانده راتلونکی جوړ کړي.
له خدای پاک ج څخه غواړم دغه بعثت موندلی ملت نهايي بریالیتوب، او د پرمختګ او د عظمت پرتمینو څوکو ته ورسوه او د اسلامی انقلاب د امامینو ملکوتي روح او د اسلامي انقلاب د شهیدانو پاک روحونه او په تیره بیا د دوهمې او د دریمې سپیڅلي دفاع د شهیدانو روحونه زمونږ له مولا حضرت امیر المومنین علي صلوات الله و سلامه علیه سره محشور کړه او زمونږ د سرور حضرت ولي عصر علیه السلام سپیڅلی او نوراني زړه د ایران له ملت څخه راضي وساته او د دغه قدرمن ملت او د هغه خادمان د امام مهدي علیه السلام له خاصو دعاګانو او شفاعت څخه برخمن کړه،
بمنه و کرمه و السلام و علیکم و رحمت الله و برکاته.
سید مجتبي خامنه ای
د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې ۱۴ نیټه