IQNA

په لبنان کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو

10:31 - May 21, 2026
د خبر لمبر: 3492803
 ایکنا- د لبنان د طرابلس ښار د «ایمان» اسلامي ښوونځیو په تعلیمي مجتمع کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو.
په لبنان کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو

د ایکنا د راپور له مخې، چې د nna-leb څخه ئې نقل کړی راغلي دي، دغه سیالۍ په یوې روحاني فضا کې ترسره شوې او د طرابلس، عکار او د شمالي لبنان د سیمو زده‌کوونکي، والدین، او دیني او ټولنیز فعالان ئې سره  ټول کړل.

د سږ کال سیالیو د زده‌کوونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې، او ۳۶۶۰ نجونو او هلکانو زده‌کوونکوله  ۲۰۵ ښوونځیو څخه پکې ګډون کړی و.

ګډونوال د ۱۴۰ تخصصي کمېټو له خوا وارزول شول، او د سیالیو تنظیموونکو وویل چې د دې پروګرام پراخ هرکلی د دې څرګندونه کوي چې خلک د قرآني ارزښتونو پر بنسټ د نوي نسل روزنې ته ورځ تر بلې زیاته پاملرنه کوي.

د لبنان د اسلامي زده‌کړو د ټولنې مشر، فواز عمر، په خپلو خبرو کې د دغو سیالیو د دوه څلوېښتم پړاو بریالي ترسره کېدو ته په اشارې سره، د ګډونوالو له کورنیو څخه مننه وکړه چې په خپلو اولادونو کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د عکار مفتي، شیخ محمد امام، هم ټینګار وکړ چې دغه سیالۍ د ښوونیزو او دیني فعالیتونو یو مخکښ او بېلګه‌ییز پروګرام دی، او د شمالي لبنان په سیمې کې د زده‌کوونکو پراخ  ګډون د دغو سیالیو ارزښت او مقام څرګندوي.

محمد امام وویل: دغه سیالۍ یو مهم ښوونیز بدلون دی چې نسلونه له قرآن کریم سره تړي، ټولنه له انحراف څخه ساتي، او د داسې نسل د روزنې یو پراخ پروګرام دی چې له خپل هویت سره ژمن او باخبره وي.

د مراسمو په پاي کې، ګډونوالو د «ایمان» د ښوونځیو د تعلیمي مجتمع د ازموینو له کمېټو څخه لیدنه وکړه او د ګډونوالو تلاوتونو ته ئې غوږ ونیو.

د سږنیو سیالیو له مهمو ځانګړتیاوو څخه یوه دا وه چې د تلاوتونو د اورېدو لپاره یو برېښنائي پروګرام (اپلېکېشن) هم معرفي شو.

https://iqna.ir/fa/news/4353129

captcha