IQNA

د فلسطین د اوقافو وزارت:

د اسرائیلو د بیرغ په رنګ د مسجد ابراهیمي روښانه کول، د دغه سپېڅلي ځای سپکاوی دی

14:36 - May 23, 2026
د خبر لمبر: 3492810
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د آناتولي خبري اژانس  له قوله ئې نقل کړی راغلي دي، د فلسطین د اوقافو وزارت د مسجد ابراهیمي دېوالونو د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو او عبري لیکنو روښانه کول وغندل، او دا ئې د نیول شوي لوېدیځې غاړې په جنوب، الخلیل ښار کې د دغه جومات د سپېڅلتیا پر ضد ښکاره برید وباله.

دغه وزارت په خپلې اعلامیې کې ویلي چې دا اقدام د اسلامي مقدساتو او د مسلمانانو د احساساتو ښکاره سپکاوی دی، او ټینګار ئې کړی چې مسجد ابراهیمي یو بشپړ اسلامي ځای دی او غیرمسلمانان پکې هېڅ حق نه لري.

په اعلامیې کې زیاته شوې: د مسجد دننه د اسرائیلو اقدامات باطل او غیرقانوني دي، او وزارت دا یوه خطرناکه هڅه ګڼي چې غواړي د دې تاریخي جومات ځانګړتیاوې بدلې کړي او د وسلې په زور یو نوی یهودي واقعیت ورباندې وتپي.

د فلسطین د اوقافو وزارت له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له  اورګانونو  وغوښتل چې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي د مخنیوي لپاره عاجل  مداخلت وکړي، او له فلسطینیانو ئې وغوښتل چې د مسجد ابراهیمي د ساتنې او د هغه د اسلامي او عربي هویت د خوندي کولو لپاره دې جومات ته حاضر شي.

د بشري حقوقو فعال عارف جابر تر دې وړاندې آناتولي خبري اژانس ته ویلي وو چې مېشتو صهیونیستانو د مسجد ابراهیمي ترڅنګ جشن جوړ کړی و او د دې جومات دېوالونه ئې د شنو آبي څراغونو په وسیله «په ۱۹۶۷ کال کې د الخلیل د نیواک  د کلیزې» په مناسبت روښانه کړي وو، او لوړ غږ لرونکې موسیقي ئې غږوله چې د جومات په ټوله انګړ کې ئې انګازې کولې.

د فلسطین د اوقافو او مذهبي چارو وزارت د میاشتني راپور له مخې، اسرائیلي چارواکو یوازې د اپرېل په میاشت کې ۹۱ ځله په مسجد ابراهیمي کې د اذان خپرېدو مخه نیولې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4353500

captcha