
د ایکنا د راپور له مخې، چې د علوي سپېڅلي آستان د ویبپاڼې له قوله ئې خپور کړی، د غدیر د نړیوالې اوونۍ د مراسمو د چمتووالي په لړ کې د حضرت امام علي(ع) د سپېڅلي آستان د عامه اړیکو د برخې استازو یو شمېر مبارکو زیارتونو او تاریخي جوماتونو ته سفرونه کړي دي، څو د غدیر بیرغ ـ چې د خدای د تر ټولو ستر اختر نښه بلل کېږي ـ د دغو ځایونو متولیانو ته وسپاري، څو د خپلو سپېڅلو حرمینو د ښکلا لپاره ئې د رپَولو چمتووالی ونیسي
د امام علي(ع) د حرم استازي پلاوي ته د سپېڅلو زیارتونو او تاریخي جوماتونو د مسئولینو او متولیانو له لوري هرکلی ویل شوی، چې په کې د کوفې او سَهلې د دوو سترو جوماتونو استازي او همدارنګه د جلیل القدر صحابي میثم تمار د زیارت استازي هم شامل وو.

د غدیر د ستر او نیکمرغه اختر د اوونۍ مراسم پرون د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۱مه، د امیرالمؤمنین علي(ع) د سپېڅلي حرم ترڅنګ د غدیر د لوی بیرغ په پورته کولو سره پیل شو دي. له دې سره په یووخت دغه بیرغ د عراق په سپېڅلو زیارتونو، ولایتونو او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې هم پورته کیږي، چې دا د غدیر د لویو جشنونو او له امیرالمؤمنین علي(ع) سره د وفادارۍ او بیعت د نوي کولو د مراسمو د پیل نښه ده.
د نړۍ په ۱۵۰ سیمو کې د غدیر د بیرغ د رپولو اعلان
علوي سپېڅلي آستان اعلان کړی چې د عراق په ولایتونو او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د غدیر د بیرغ د پورته کولو د مراسمو ټول چمتووالی بشپړ شوی او دغه مراسم پرون په یووخت پیل شوي دي.
د علوي سپېڅلي آستان د رسنیو د څانګې مشر حیدر رحیم د حضرت فاطمې(س) په صحن کې یوې خبري غونډې ته وویل: د غدیر بیرغ به په ټولیز ډول په ۱۵۰ رسمي ځایونو کې، د عراق په داخل او بهر کې پورته شي. په دې ځایونو کې په ۲۸ هېوادونو کې ۸۷ نړیوال موقعیتونه ، ۲۱ موقعیتونه د عراق په ۱۵ ولایتونو کې، ۸ بیرغونه په سپېڅلو عتباتو کې، ۲۶ بیرغونه په مبارکو زیارتونو کې او ۸ نور ځایونه په نجف اشرف او شاوخوا سیمو کې شامل دي.»
هغه زیاته کړه چې اروپايي هېوادونه د بیرغ د پورته کولو تر ټولو زیات ځایونه لري. ټاکل شوې ده ،په اروپا کې په ۲۸ ځایونو کې دغه مراسم ترسره شي، چې بریتانیا، سویډن، جرمني، ډنمارک، ناروې، فنلنډ، هسپانیا، هالنډ، بلجیم، رومانیا، چک جمهوریت، فرانسه او اتریش پکې شامل دي.

همدارنګه ټاکل شوې ده دغه مراسم د ایران په ۲۰ ولایتونو، د پاکستان په ۱۰ ځایونو، د هند په ۱۰ ځایونو، لبنان کې په ۳ ځایونو، ترکیه کې په ۲ ځایونو، اسټرالیا کې په ۳ ځایونو، او همدارنګه په تایلنډ، انډ،نیشیا، چین، سعودي عربستان او مصر کې ترسره شي. د افریقا په یو شمېر هېوادونو لکه عاج ساحل، نایجیریا او کینیا کې هم د غدیر بیرغ پورته کېږي.
نوموړي په پای کې وویل چې د تېر کال په پرتله سږ کال د هغو هېوادونو او مراسمو شمېر زیات شوی چې د غدیر د بیرغ د پورته کېدو شاهدان دي.
https://iqna.ir/fa/news/4355449