IQNA

په ایران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان تر ټولو ستر روغتون پرانیستل شو

16:49 - June 03, 2026
د خبر لمبر: 3492865
پارس ټوډې – د ایران د سرطان انسټیټیوټ روغتون، چې له ۶۱۰ څخه  د ډېرو ناروغانو  د بستري کېدو تختونه لري، په تهران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان د درملنې تر ټولو ستر روغتون په توګه پرانیستل شو.

پارس ټوډې د تسنیم خبري آژانس  له قوله راپور ورکړی، د دغه روغتون نوي ودانۍ پرون  د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو د  وزیر ظفرقندي  په شتون  کې پرانیستل شوه.

 د سرطان یا کیسنر دغه مرکز  د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې د علمي قطب په توګه جوړ شوی او د ۶۰  زره مربع میترو په مساحت او په  ۱۸ پوړونو کې جوړ شوی دی. د جوړولو لګښت  ئې کابو  ۱۲  زره میلیارډ تومان اټکل شوی دی.

د ایران د سرطان انسټیټیوټ د لوېدیځې آسیا تر ټولو لوي    درملیز روغتون بلل کېږي. د دغه روغتیائي مرکز د تجهیزولو  لګښت  ۴۶۰۰  میلیارډ تومان دی او ۳۷ تخصصي څانګې، ۱۱ د  انځور یا ایکسرو  اخیستنې او راډیوتراپي وسایل او ۹۶ د  کیموتراپي تختونه لري.

د ایران د روغتیا وزیر د دغه ملي پروژې د پرانیستې پر مهال وویل؛د دغه مرکز پرانیستل په وروستیو کلونو کې د هېواد د روغتیائي سکتور له مهمو اقداماتو څخه دي او دا څرګندوي چې له  سختو شرایطو سره سره روغتیائي خدمتونه دوام لري او د درملنې د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا لپاره ملي هوډ موجود دی.

ظفرقندي زیاته کړه مهمه خبره دا ده چې دا پروژه د جنګ په اوج  کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي او دا یو روښانه پیغام لري چې ؛ د هېواد روغتیايي ټولنه د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.

بیمارستان خیرساز انستیتو کانسر برای بیماران سرطانی ساخته شد

https://iqna.ir/fa/news/4355713

captcha