IQNA

د ایران د پوځ لوې درستیز د اسلامی هیوادونو پوځی چارواکو ته د وحدت د اونۍ مبارکی وویله

11:10 - January 17, 2014
د خبر لمبر: 1359930
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د اسلام د ګران قدره پیغمبر(ص) د میلاد او د وحدت د اونۍ په مناسبت د نړۍ د اسلامی هیوادونو پوځی قومندانانو او چارواکو ته مبارکی وویله.


د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس چې، د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال سید حسن فیروزآبادی د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د ولادت په او د وحدت د اونۍ د پیلیدو په مناسبت د نړۍ د اسلامی هیوادونو پوځی چارواکو او قومندانانو ته د مبارکۍ په ویلو سره د ټولو مسلمانانو په بریالیتوب، یووالی، عزت او سرلوړۍ او هم دا شان د قدس د نیواکګر رژیم په له مینځه تلو، د دښمنانو د لاسونو په پرې کولو او په ټوله نړۍ کښې د سولې او امنیت په ټینګولو تاکید کړی دی.



مونږ د ایکنا ویب پاڼې پښتانۀ چلونکی هم د نړۍ ټولو مسلمانانو او په تیره بیا تاسو قدرمنو کتونکو ته یو ځل بیا د پیغمبراکرم(ص) د نیکمرغه میلاد د شپو ورځو او د وحدت د اونۍ په مناسبت د زړه له کومې مبارکی وایو.



1358415
captcha