
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مېرمن مرضیه افخم نن له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په ناسته کښې د ملګرو ملتو د عمومی سېکتر لخوا په جنیوا دوه نړیوال کانفرنس کښې د ګډون لپاره ایران ته د بلنې د لغو کېدو په باره کښې زیاته کړه،په دې دلیل چې بان کی مون د ځینو هېوادونو تر دباو لاندې دا اقدام کړے دے د ایران د بلنې بېرته اخېستل د افسوس خبره ده.
د ایران د ډېپلومېسۍ د مرکز ویاندې زیاته کړه، دا هیله کېده چې د ملګرو ملتو سېکتر به په جنیوا دوه کانفرنس کښې د ګډون لپاره له ایران څخه د بلنې د بېرته اخېستنې واقعی دلائل اعلان کړی وې.
مېرمن افخم همدارنګ د دې په باره کښې چې ایا د ایران له ګډونه پرته به جنیوا دوه کانفرنس څه نتائجو ته ورسیږی؟ وویل،ایران تل د سوریې د کړکېچ د اواری لپاره د سیاسی لارو چارو د غوره کولوپه ضرورت تاکید کړے دے او له هغو هېوادونو څخه دے چې د سیاسی لارې په غوره کولو کښې له ټولو مخکښ ؤ.
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تاکید وکړ پکار دی د خپل برخلیک په ټاکلوکښې د سوریې د خلقو د حق احترام وشی او د سوریې،سوریې د خبرو اترو تنظیمول پکار دی جدی او له بهرنیو مداخلتونو نه بغېر په اېجنډا کښې راشی.
مېرمن افخم د ایران او پنځۀ جمع یو ډلې لخوا د جنیوا د موافقې د ګډ اقدام د پروګرام د اجرا په باره کښې هم وویل، له پرون راهسې دغه پروګرام د خبرو اترو کوونکو خواو لخوا اجرا شوے دے او له دې تاریخ نه وروسته به د راتلونکو ګامونو د اوچتولو لپاره خبرې اترې د دواړو خواو په اېجنډا کښې شاملې وی.
هغې څرګنده کړه، د ایران د اسلامی جمهوریت لخوا د اېټمی ټېکنالوجې د لرلو او د لاسته راوړنو د حفاظمت لپاره د ایران د اېټمی حقوقو پوره کول ټول له پنځۀ جمع یو ډلې سره د ایران په خبرو اترو کښې د مسلمو اصولو برخه ده.
مېرمن افخم په یمن کښې د ایران د ډېپلومېټانو د سر ساتنې او په صنعا کښې د ایران د یو ډېپلومېټ د شهادت او د نوراحمد نېکبخت نومې یو بل ډېپلومېټ د تښتولو په باره کښې هم وویل،د ایرانی ډېپلومېټ ابوالقاسم اسدی شهادت له داسې وخت سره په یو ځاے شو چې د تښتول شوی ډېپلومېټ لپاره تفتیشی پلاوے په یمن کښې موجود ؤ.
1361166