د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «الدرر الشامیة»، یې نقلوی چې دا په داسې حال کې چې مصر پرون د انقلاب د کلیزې د رارسیدو په درشل کې څو درڼی چاودنی په قاهرې کې تر سره شوی، د مسلمان عالمانو نړیوالې اتحادیې، د پینځه ویشتمی جنورۍ (چې د مصر انقلاب د کلیزې ورځ ده) د رارسیدو په مناسبت د دې هیواد خلکو ته مبارکی وویله.
په دې پیغام کې یې د مصر ولس ته په خطاب کې راغلی دی: «د ظلم او بې انصافۍ او استبداد پر ضد د مصر خلکو انقلاب، د مقاومت او استقامت یوه سوله ایزه بیلګه وه چې مصری ولس په وحدت سره تر لاسه کړی وه».
همدار از په دې پیغام کې راغلی دی چې د مصر مقاوم ملت باید د کینه کښ دوښمنانو د دسیسو په وړاندې ودریږی او د انقلاب د بشپړه کامیابیدا پورې، نور تکلیفونه او مشکلات هم وزغمی او چې خپلو ګډې ګټې تر لاسه کړی.