IQNA

بانکی مون ایران ته د اسلامی انقلاب د بریالیتوب مبارکی ورکړه

12:07 - February 12, 2014
د خبر لمبر: 1374360
نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو عمومی منشی بانکی مون او د عمومی اسمبلې مشر جان وی واش په هغو مراسمو کې چې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت جوړ شوی ؤ په ګډون سره د ایران خلکو او دولت ته د دې تاریخی ورځې مبارکی ورکړه.

 

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې په دې مراسمو کې د برتانې، فرانسې، جرمنی، آسترالیا، اسپانیا، سویډن، هالنډ، ایټالیا، هند، پاکستان، افغانستان، ترکې او عربی هیوادونو استازو برخه درلوده.
د نړی ډیرو نورو ولس مشرانو او چارواکو هم ایران ته د دې ورځې په مناسبت مبارکی ورکړې ده.
له بلې خوا د نړی په رسنیو کې د انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د ایران د دوو نویو توغندیو په بریالیتوب سره آزموینې ډیر انعکاس درلود.
لویدیځو هیوادونو او اسرائیلو هم د دې توغندیو په بریالیتوب اعتراف وکړ.
ایران پرون دوه له هوا ځمکې او له ځمکې ځمکې ته لایزری توغنډی په بریالیتوب سره وآزمویل .دا توغنډی به هر ډول جوی حالاتو او باران کې خپل هدف په نښه کولای شی .
1373959

captcha