IQNA

نوری المالکی: ځینې عرب هیوادونه د «داعش» ډلې ملاتړ کوی

17:14 - February 28, 2014
د خبر لمبر: 1380917
نړیواله ډله: د عراق لومړی وزیر نوری المالکی، د سعودی عربستان له نوم اخیستلو پرته دغه هیواد په عراق کښې د داعش« ترهګرې ډلې په ملاتړ تورن کړ.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اسا س چې له المنار خبری مرکز یې نقلوی چې د عراق وزیر نوری مالکی بیګا په یوې ټیلی ویژنی مرکې کښې وویل ځینې هیوادونه  نه غواړی چې داعش ترهګره ډله دهغوې په هیوادونو  کښې شتون  ولری خو دقومی مسایلو په وجه غواړی چې داعش« ترهګره ډله په عراق کښې فعالیت وکړی .
دعراق لومړی وزیر  نوری مالکی دې خبرې ته په اشارې سره چې دعراق چارواکی له داعش«  ترهګرې ډلې د ځینو عربو هیوادونو دمالی ملاتړونو، د خارجی اړیکو او نورو جزیاتو په هکله معلومات لری وویل دغو هیوادونو څه موده مخکې دهغو کسانو پرضد چې له داعش ترهګرې ډلې سره یې ملګرتیا کوله یو شمیر حکمونه صادر کړل خو په عراق کښې بیا  ددغه ترهګرې ډلې دفعالیت ملاتړ کوی .
دعراق لومړی وزیر ډاګینه کړه په دغه هیواد کښې دتاوتریخوالو زیاتیدل په سیمه کښې د ترهګرو دخوځښتونو یوه برخه ګڼل کیږی او ترهګرۍ یوبل سره وصل شوی چینل دی له دې کبله هغه څه چې په سوریې کښې رامینځته کیږی عراق هم و رسره مخ دی او په لبنان کښې ترهګرې حملې هغو تاوتریخوالو ته ورته  دی چې په عراق او سوریې کښې رامینځته کیږی .
سعودی عربستان القاعده ، داعش ، النصره او نورې ترهګرې ډلې رامینځته کړی دی او  له دغو ترهګرو ډلو سره ترکیه ، قطر، اردن، امریکا، انګلستان ، اسرایل ، فرانسه او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه هم مرستی کوی او دسوریې دبې ګناه خلکو او عسکرو پرضد یې جنګوی .

1380821

captcha