IQNA

د المصطفی پوهنتون استازی د تايی لينډ د اقتصادی او كلتوری انجمن مشر سره كتنه وكړه

11:32 - February 27, 2009
د خبر لمبر: 1748952
د هنر او كلتور ډله: د المصطفی پوهنتون استازی ښاغلی حجت‌الاسلام و المسلمين «اميری» د تايی لينډ د اقتصادی او كلتوری انجمن مشر ښاغلی «چاوليت» سره كتنې او خبرې وكړې.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د ختیځ ايشيا د يو راپور پر اساس، د تايی لينډ د اقتصادی او كلتوری انجمن مشر ښاغلی «چاوليت» له دې كتنې د خوشالۍ اظهار وكړ او وې ويل چې د تايی لينډ د اقتصادی او كلتوری انجمن د المصطفی پوهنتون استازی سره هر ډول مرستې او ملګرتيا ته تيار دی.
د المصطفی پوهنتون استازی ښاغلی حجت‌الاسلام و المسلمين «اميری» هم له دې كتنې ډير خوشاله شو او په تايی لينډ كې د دې استازی د كارونو په هكله یې يو راپور وړاندې كړ.
دواړو طرفونو په پاې كې د كلتوری مرستو او ملګرتياوو په مضبوطولو ټينګار وكړ.
368979
captcha