
ایکنا نیوز د الرایه له قوله راپور راکړی، بلال له کوچنیوالي د یتیمۍ بار پر اوږو لېږداوه، خو د قرآن رڼا هم ورسره وه؛داسې رڼا چې دی ئې له غم څخه وژغور او د هیلو دروازې ئې ورته پرانیستې.
بلال په یوې متوسطې کورنۍ کې لوي شو او ژوند ئې ښه روان و، خو برخلیک د پلار په مړینه پر دوي بېرحمه ګوزار وکړ. د هغه پلار نه یوازې د کور سرپرست ؤ، بلکې د جومات امام، د قرآن ښوونکی او هغه غږ و چې د خلکو زړونو ته ئې سکون ورکاوه.
پلار وفات شو او لويه تشه او سخت ټکان ئې پرېښود چې مور او اولادونه ئې ولړزول. خو د هغه د ایمان اغېزې د دوي په زړونو کې ژورې ریښې وغزولې، او قرآن داسې مرهم شو چې د دې غم په زغملو کې ئې ورسره مرسته وکړه
د پلار په شتون کې زدهکړه!
بلال له اووه کلنۍ د قرآن حفظ پیل کړ. هغه به په جومات کې د خپل پلار تر څنګ کېناست، د هغه له غږه به ئې د نور توري زده کول او تر ټولو ښکلې شېبې ئې په خپل ذهن کې خوندي کولې
پلار به ئې تل ورته ویل؛ «بلاله! قرآن ستا ملګری دی، هغه مهال ،کله چې خلک له دنیا ولاړ شي.»
د پلار له وفات وروسته، بلال دې سپارښتنې ته لکه د نجات رسۍ غوندې کلک ودرېد. هغه د قرآن حفظ ته دوام ورکړ، تر دې چې په دوو کلونو کې یې ټول قرآن بشپړ حفظ کړ او وتوانېد چې لس سپارې په بشپړ مهارت سره تلاوت کړي. په دې توګه، هغه تر ټولو ستر میراث ته وفادار پاتې شو چې پلار ئې ورته پرې ایښی و.
د مرستې مهربان لاس!
د قطر د خیریه بنسټ له لارې د مرستې مهربان لاس بلال ته ورسېد. دې مرستې د هغه د کورنۍ د وضعیت په ښه کېدو او د ښوونځي د اړتیاوو په برابرولو کې مهم رول ولوباوه او هغه ئې توانمند کړ چې پرته له خنډه خپلو زدهکړو او د قرآن حفظ ته دوام ورکړي.
دغه ملاتړ د یوه پل په څېر و چې بلال ته ئې بېرته ثبات وروباښه او د هغو لومړنیو درنو مسؤلیتونو یوه برخه ئې ترې کمه کړه چې سختو شرایطو پرې ور اچولې وه.
د زړه له کومې پیغامونه!
بلال یتیمانو ته وائي؛ «لمونځ او قرآن ته پناه یوسئ، ځکه دا دواړه د ژوند رڼا او د خپلو قدرمنو او خواږو د له لاسه ورکولو پر مهال د عاطفي ملاتړ سرچینه ده.»
https://iqna.ir/fa/news/4350679