IQNA

د تائيلينډ د جامعه المصطفی (ص) العالميه زده كوونكو د تربيتی كيمپ جوړيدنه

9:48 - March 17, 2009
د خبر لمبر: 1756802
سياسی او اجتماعی ډله:د تائيلينډ په جنوب كښې د پوكت په جزيره كښې د جامعه المصطفی (ص) العالميه د زده كوونكو خصوصی تربيتی كيمپ جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د ايشيا د جنوب ختیځ د څانګې د رپوت له مخې دغه كيمپ به د راروان هجری نمريز كال د اوری د مياشتې د ګل په روځ د پوكت جزيرې په (( the bay )) هوټل كښې د دغې جامعې د ١٥٠ تنو فارغ الحصيلانو چې ټول د مختلفو ښارونو له استادانو او مبلغانو څخه دی په ګډون سره جوړیږی.
د دغه رپوټ له مخې په دغه كيمپ كښې به چې ٩ ورځې به دوام ومومی له ايران څخه لوړ رتبه دينی عالمان به د تربيتی كلاسونو د جوړولو اقدام وكړی. ايت الله مروی او حجت الاسلام والمسلمين راستګو به په دغه كيمپ كښې له ګډون كوونكو ايرانی استادانو څخه وی چې د كب د روانې مياشتې په ٢٦ نیټه د دې مقصد لپاره تائيلينډ ته رسيدلی دی.
378344
captcha