IQNA

د امريكی «پرينستون» پوهنتون د اسلامی كتابونو د لاس ليكلو نسخو انلاين كتابتون شورو كړ

8:17 - March 18, 2009
د خبر لمبر: 1757252
نړيواله ډله: دا ډيجیټل انلاين كتابتون چې پكښې 200 لاس ليكلې اسلامی نسخې دی د خلكو د مطالعې لپاره د امريكې د نيوجرسی صوبې د «پرينستون» پوهنتون له خوا شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Princeton»اطلاع رسوونكی مركز یې نقولی، دا كتابونه له 9500 اسلامی كتابونو څخه خوښ كړی شوی دی چې په عربۍ، فارسۍ، تركۍ او نورو ژبو كښې ليكل شوی دی او د دې پوهنتون په كتابتون كښې ساتل كیږی.
وايی چې د دې كتابتون ټول لاس ليكلی كتابونه به ورو ورو دې كتابتون ته وركړی كیږی.
تاريخ، ژوند ليك، فلسفه و منطق، الهيات(د قرآن او حديث په رڼا كښې)، حقوق، فقه، ژبې، ادبيات، هنر، علوم ماوراءالطبيعه، كيمياګری، ستاره‌شناسی، نجوم، رياضيات، طبابت او د ژوند په بيلا بيلو اړخونو باندې اسلامی كتابونه په دې كتابتون كښې په نندارتون كښې كیښودلی شوی دی.
379014
captcha