د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، قران، د قران تاريخ، خدا شناسی ، توحيد ،عدل، نبوت، معاد ، او د پيغمبر(ص) تاريخ، لمونځ او د هغې حكمونه، روزه او د هغې فلسفه، حج او د هغې فلسفه، زكات او جهاد، په اسلام كښې پرده، د جوارۍ د حراميدو فلسفه او په اسلام كښې د ښځو حقوق ځينې هغه موضوعات دی چې د په زانبيا كښې د ايران د كلتوری مركز غړې استاذ «اسدی موحد» د زانبيا د كاتوليكو د كليسا د الهياتو په پوهنځی كښې به ښودل كیږی.
له دې پوهنځی هر كال 30 كسان فارغیږی او د ټول هيواد او نزدې هيوادونو كليساو ته ځی.
د اسلام علمونو ښودل د دې لپاره دی چې د الهياتو محصلان د اسلام دين سره اشنا شی. دا سبق به له دې وړاندې كاتوليكو استاذانو ښودۀ او اوس چې دا سبق د يو مسلمان په وسيله ښودل كیږی نو دا به په هغوی باندې ډېر ښه اثر ولری.
387003