IQNA

امام مهدی عليه السلام د سنيانو په كتابونو كې، نومې كتاب خپور شو

8:48 - April 19, 2009
د خبر لمبر: 1766650
كلتور او هنر ډله: « امام مهدی د سنيانو په كتابونو كې» نومې كتاب د «هادی عامری» په لاس د پيام حجت خپرندوې لخوا خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د دارلحديث د كلتوری اوعلمی څانګې د يو راپور پر اساس، د دې كتاب په سريزې كې راغلی دی چې د دې كتاب د خپريدو مقصد نوې نسل ته راپیښ د امام مهدی عليه السلام په هكله د شبهو ليری كول دی.
د دې كتاب مطلبونه په دريو بابو مشتمل دی لومړې باب په اهل سنتو كتابونوكې د امام مهدی د ظهور خوشخبری اوزيرې وركول چې دا هم په دريو بابو تقسيم شوې دی د ظهور په هكله د رسول الله خوشخبرۍ د اهل بيت عليهم السلام خوشخبرۍ د ظهور په اړه او د امام مهدی د پاڅون په هكله او د رسول الله د اصحابو زيری د ظهور او د امام مهدی عليه السلام د پاڅون په اړه.
په دويم باب كې د امام مهدی نوم، كنيت، لقب چې څلویښت روايتونه یې بيان كړی دی چې پكښې د رسول الله 25 حديثونه د اهل بيتو 15 روايتونه شامل دی
دريم باب كې یې د امام مهدی عليه السلام له اهل بيتو څخه دی دا هم په دريو څپركيو تقسيمیږی لومړۍ څپركې د رسول خدا او پيغمبر اهل بيت څوك دی، دويم څپركې د امام مهدی د اهل بيت شول ثابتول او دريم څپركې هم امام مهدی د فضايلو په اړه دی
د «مهدی آل محمد در كتب اهل سنت» كتاب ليكوال هادی عامری او 400 مخونه او بيه یې 45000 ريال دی
390054
captcha