د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، دا غونډه له سياسی لارې د سوریې د كړكيچ د هواری په موخه جوړیږی هيله ده چې په ناسته كې ټول ګډون كونكی د سوریې د خلكو د منلو وړ سياسی حل لارې چارې په برخه كې په واحده ليدتوګه هلې ځلې وكړی.
د ايران د بهرنيوچارو وزارت دوياند په وينا ، دسوریې دبحران په اړه دتهران نړيو الې غونډې ته د څلویښتو هيوادونو مخور شخصيتونه دسيمې او نړی استازی رابلل شوی دی
د ايران د بهرنيو چارو وزارت دعربی او افريقايی چارو مرستيال حسن امير عبداللهيان هم دتهران ياده نړيواله غونډه په سوريه كې دتاوتريخوالی دپای ته رسولو او ملی خبرو اترو په لور يو ګام وباله او زياته یې كړه چې په دې ناسته كې به دروسیې او چين استازی هم ګډون وكړی
تهران تردې وړاندې هم دسوریې دكړكيچ دهواری لپاره ديوې شپږماده ييزې پريكړې په وړاندې كولوسره په تهران او دمشق كې ددوناستو ترسره كولو اقدام كړی دی.
1235924