د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، چې له الميادين خبری چينل یې نقلوی چې ترهه ګرو پرون د سوريی په جنوب ريف ولايت كښې د حضرت زينب (س) بنت حضرت علی عليه السلام په سپیڅلی حرم څلور راكټونه وويشتل چې له كبله یې د دغه حرم د چارو مدير ووژل شو .
د ترهه ګرو پ دغه بريد كښې يو شمير زيارتوال هم ژوبل او دغه سپیڅلی زيارت ته هم تاوان ورسيده.
له دې سره په يوه وخت ولسی كمیټو چې د د حضرت زينب(س) د حرم د ساتلو دنده په غاړه لری ،د ترهه ګرو د تيريو په ځواب كښې، د دمشق په خوا كښې په حجيره سيمه كښې د ترهه ګرو په پټن ځای بريد كړی او يو شمير ترهه ګر یې ژوبل كړی دی .
له بلې خوا د سوريی پوځ دمشق ته نږدې په القابون،برزه او حرستا سيمو كښط د ترهه ګرو پرضد عمليا كړی د هغوۍ مركزونه او درانه پوځی ګاډی یې ويجاړ كړی دی .
1260328