IQNA

د لبنان حزب الله د دښمنانو د دسيسو په وړاندې د سورئې د ملت او حكومت بشپړ ملاتړ كوی

9:22 - September 24, 2013
د خبر لمبر: 2594177
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله غورځنګ ځينو غړو نن دلبنان په جنوب كې په يولړ دستورو كې دسورئې دملاتړ دمخنيوی په خاطر د مقاومت د مخالفولورو دباؤنوته په اشارې سره روښانه كړه حزب ا.. غورځنګ د لبنان د مخالفو لورو په تيره بيا د مارچ د څوارلسم لوری په دباؤنو سره د سورئې د ملت او حكومت له ملاتړه لاس په سر نه كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له المنار خبری چينل یې نقلوی ښاغلی محمد رعد وويل د لبنان دمارچ څوارلسم لوری او دمقاومت مخالفان دلبنان دحزب ا... غورځنګ په ضد په لمسونكو ويناؤ او خبرو سره په لټه كې دی چې هيواد دتاؤتريخوالی او ډل بنديو په لور وكاږی
محمد رعد هم دا راز د لبنان د بيلابيلو سيمو د امنيت د ساتلو په خاطر د لبنان د پوځ او امنيتی ځواك دفعاليتونو په ملاتړ ا علانولو سره وويل مقاومت دغه اقدامات تائيدوی او ورځينی بشپړ ملاتړ كوی او دا چاره د لنبان د ټولو خلكو غوښتنه ده
1292575
captcha