IQNA

د قرآن کریم آنلاین ښودنه، پاکستان کې ښه او ودانه دنده

11:30 - February 08, 2016
د خبر لمبر: 3479849
نړیواله ډله: غربی هیوادونو کې د خلکو قرآنی مطالعه ته اړتیاوې، پاکستان د اسلامی تعلیم آنلاین ورکولو ستر مرکز کې بدل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د « Express Tribune» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د زرګونو کيلومتر نه د ننني ټیکنالوجي لکه سکایپ نه استفاده سره تعلیم په وده کې دي ځکه چې غرب کې اسلامی مرکزونه او جوماتونه د خلکو اړتیاوې لرې کولو لپاره کافي نه دي.

عثمان ظهور احمد، د ReadQuranOnline ویبپاڼې مسئول وویل: امریکا، کاناډا او برېتانیا کې خلک همېشه مونږ ته وایئ چې مونږ جومات لرو خو ولی په هغې کې تعلیمي کلاسونه نه لرو.

هغه زیاته کړه: په داسې حال کې هغوي غواړي وګوري چې ماشومانو ته څه ښودنې کېږي او غواړې ماشومانو ته یی دا ښودنې په کور کې او د مور او پلار په څارنه کې وړاندې شي.

احمد خپل تعلیمي مرکز ۸ کاله مخکې دوه کسانو سره او یو شمېر شاګردانو سره شروع کړي وو او نن ۲۲ مدرسې لري چې ټوله شپه تقریباْ ۳۲۰ کسانو ته چې ۴۰ ٪ امریکا کې شتون لري تعلیم ورکوي.

د احمد ورور شکیب د وینا په رڼا کې چې خپل ورور سره د هغه په مدرسه کې چې د احمد د کور لاندې برخه کې واقع دي مرسته کوي، وویل: پاکستان کې دارنګه ۵۰ مرکزونه شتون لري چې له هغو نه یو د زرو نه زیات شاګردان لري.

سفیر احمد چې ۲۰ کلنه دي او د دې مدرسې له استادانو نه دي وایئ: ما اوس اوس دا تعلیم ترلاسه کړي خو ولی غواړم چې دا ښودنې نورو ته هم ورکړم.

که څه هم د اروپا او امریکا قانون د غریبانو افراطی ډلو سره د انټرنیټ په لار یو کېدلو ګواښ څرګنده کړي، احمد وایئ: د افراطی ډلو سره هغه کسان چې د انټرنیټ په لار شاګردانو ته د اسلام ړومبنۍ ښودنې وړاندې کوي هیڅ اړیکې نه لري.

دا مرکز چې د میاشته ۲۵ ډالر سره د ۳۰ دقیقو ۵ کلاسونه په ټوله هفته کې پيل کوي، شروع کې د قرآن کریم د صحیح قرائت ښودنه کوي، همدارنګه د لمونځ ښودنه د انځورونو په رڼا کې کوي او له دې نه پس د ترجمه او د تفسیر ښودنې هم لري چې د هغې کلاسونه تر ۸ کالو پورې د هر ورځ کلاس سره ترسره کېږي.

احمد وایې هغې تقریباْ د میاشته ۶ نه تر ۷ زره ډالرو پورې له شاګردانو نه اخلې چې د ۱۰۰ نه تر ۲۲۰ پورې استادانو ته ورکوي.

هغه وایې: تر ۲۱۰۰ کال پوری به ۳ میلیارد مسلمانان زمونږ په دې کار کې د سراسري نړۍ نه شتون پیدا کوي، او دې لپاره چې اړتیا لري هغه یو کمپیوټر، میکروفون، هینډسیټ او سکایپ دی.

شوکت الله خټک، د پاکستان غربی شمال کې د دینی مدرسې مشر له دې فعالیتونو نه د رضایت سره وویل: د قرآن آنلاین موسسې یو ښه خدمت دي او د غرب ماشومان دې ته اړتیاوې لري.

د شمال امریکا اسلامی ټولنې ویاند ادګارهوییدا وویل: د امریکا د مسلمانانو تمرکز په خپل هیواد کې د اسلامی موسسو جوړولو باندې دي مونږ نه غواړو چې خلک دې د قرآن یادولو لپاره پاکستان یا نورو هیوادو ته اړتیا ولري، یادونې دلته امریکا کې اسان دي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3473204


captcha