ایکنانیوز د سپاه نیوز له قوله راپور راکړ، د سپاه پاسدارانو د اولسمې خبرتیا متن څه داسې دای ؛
بسم الله الرحمن الرحیم
و لا حول و لا قوه الا به الله العلی العظیم
د وحشی او تیریګر صهیونیسټي رژيم د شرارتونو ددوام په ځواب کې د وعده صادق ۳ عملیاتو یوویشتمه څپه د ګائيډيډ ډرونز دترکیبی عملیاتو او د جامدو او مایع سونګو لرونکو توغندیو په توغولو سره پیل شوې ده.
په دغو عملیاتو کې د لومړي ځل لپاره د لا دقیق، ویجاړونکي او اغیزشیندونکی انداز لپاره له نوو او غافلګیر کونکو تاکتیکونو څخه په استفادې سره د (قدر H) خیبر څو سرګلولې لرونکي توغندي څځه استفاده وشوه او د صهیونیسټي رژية له شمال تر جنوب او مرکز پورې په درستو نیواکي ټاټوبو کې سټراټژيکې موخو باندې ولګیدل.
باید ووئيل شي ، چې اغیز شیندونکي عملیات به هماغه راز له نوو ځانګړو تاکتیکونو او د هوائي دفاعی سسټمونو له کمزورو ټکو څخه په استفادې سره ، په لاقدرت او کوټلي انداز سره دوام ومومي او همداراز په ټولې ورځې کې د ډرونز پوځي عملیات یوه شیبه هم نه غوڅيږي او د نیواکي ټاټوبو غاصبان مجبوره دي ، په دوامدار ډول د خطرې ټلۍ وکړنګوي او تښته او پټنځایونو ته منډو وهل تجروبه کړي.
و من نصر الا من عندالله العزیز الحکیم
https://iqna.ir/fa/news/4290356